د لاس رسي وړ اتصالات

٦٠ کیلو میتره پیاده تگ اروپا ته د رسیدو نوی کړاو


اتریش د جمعې په ورځ د مهاجرو د گڼې گوڼې په وجه د هنگري سرحد خپله غزیدلې لویه لار د موټرو پرمخ وتړله
اتریش د جمعې په ورځ د مهاجرو د گڼې گوڼې په وجه د هنگري سرحد خپله غزیدلې لویه لار د موټرو پرمخ وتړله

په داسې حال کې چې لا هم د اتریش پلازمینې ته د اورگاډیو تگ راتگ ځنډول شوی، په زرگونو مهاجر د د هنگري او اتریش ترمنځ له پولې څخه د ویانا پر لور روان دي چې هلته پناه وغواړي.

اتریشي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د هنگري له پولې څخه د اتریش په لور د اورگاډیو تگ راتگ بند کړ، ځکه چې گڼه گوڼه خورا زیاته ده او دوی وایي چې د زرگونو کسانو د لیږدولو کنجایش نه لري.

د اتریش د "ای څلور" په نامه لویه لار د جمعې په ورځ د موټرو پرمخ وتړل شوه چې هغو په زرگونو مهاجرو ته د پیاده تگ موقع ورکړي چې د ویانا پر لور یې اوږدې لیکې جوړې کړې دي او غواړي په اتریش یا وړاندې په جرمني کې پناه وغواړي.

د اتریش د مرکز پر لور د مهاجرو د پښو مزل
د اتریش د مرکز پر لور د مهاجرو د پښو مزل

د رپوټونو له مخې هنگري غواړي د سپتمبر له پنځه لسم څخه نوي مقررات وضع کړي چې له مخې به یې هغو کسانو ته سخته سزا ورکړل شي چې په غیر قانوني توگه دې هیواد ته ننوځي.

له بلې خوا څخه د هنگري پولیسو وروسته له هغې پلټنې پیل کړې چې یوه ویدیو خپره شوه په کومه کې چې د مهاجرو په یو کمپ کې پولیسو په داسې حال کې چې د جراحۍ ماسکونه یې اغوستي د ساندویچو بستې د گڼ شمیر مهاجرو لور ورغورځوي.

په هنگري باندې د مهاجرو پر وړاندې د چلند په وجه پراخ انتقادونه شوي دي په داسې حال کې چې اتریش او جرمني هغوی ته گرم هرکلی ویلی دی. د اروپایي ټولنې د ختیځ اړخ د موقعیت په وجه هنگري د زیات شمیر مهاجرو لپاره لومړنی تم ځای دی چې غواړي له جگړه ځپلو سیمو څخه وتښتي او په لویدیځې اروپا کې سوله ییز او آرام ژوند وکړي.

د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه

د جمعې په ورځ په پراگ کې د جرمني، لوکزامبورگ د بهرنیو چارو وزیرانو د اروپایي ټولنې د ختیځ څلور غړو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره راغونډ شوي چې هغوی د اروپایي کمیسیون د پلان پلي کولو ته وهڅوي چې غواړي ١٦٠ زره مهاجر د اروپایي ټولنې د هیوادونو ترمنځ وویشل شي.

امریکا غواړي یو شمیر سوري مهاجر ومني

د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د سوري مهاجرو لپاره په خپل پلان کې زیاتوالی راوست او په راتلونکې کې لس زره سوري مهاجر ومني.

د سپينې ماڼۍ ویاند جاش ارنست خبریالانو ته وویل چې په راتلونکي مالي کال کې به په متحده ایالاتو کې لس زره سوري کډوال ومنل شي.

د کډوالو لپار د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د متحدوایالاتو د ې پرېکړې هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې واشنګټن ډېرڅه کولای شي او باید ویې کړي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې څه دپاسه ٣٨٠ زره کډوال چې نیمایي یې د سوریې وگړي دي سږکال اروپا ته ننوتي او اټکل کیږي چې دغه شمېر په راتلونکو میاشتو او اونیو کې زیات شي.

XS
SM
MD
LG