د امریکا لومړۍ مېرمنې مېلانیا ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د روسیې او اوکراین چارواکي سره راټول کړل او له دواړو هېوادونو یې وغوښتل چې د روسیې تر ولکې لاندې د اولېشکي ښار لنډمهالی او سیمهییز اوربند په پراخې سولې بدل کړي.
هغې په دې غونډه کې وویل: «موږ د جګړې پر ځای انسانیت غوره کړی دی.» دا غونډه د اوکراین په خېرسون سیمه کې د هغه شپږ ورځني اوربند په مناسبت جوړه شوې وه چې په ټینګېدو کې یې مېلانیا ټرمپ مرسته کړې وه.
هغې زیاته کړه: «اوس باید له هغه زړورتیا څخه چې په اولېشکي کې مو وښوده، کار واخلو او د بېګناه خلکو د کړاوونو په اړه د ګډې اندېښنې له لارې ګډ تفاهم ته ورسېږو. په ګډه کولای شو داسې څه رامنځته کړو چې تر لنډمهالي اوربند ډېر دوام ولري.
لومړۍ مېرمنې وویل چې په سپتمبر میاشت کې په اولېشکي کې له بشري ناورین څخه خبره شوه او له خپل استازي، مارک بېکمن، څخه یې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو له حکومتونو سره اړیکه ونیسي.
هغې وویل: «زه د پلان جوړونې په هر پړاو کې ښکېله وم. ما د ماین پاکۍ پلانونه او هوايي انځورونه وکتل، لارې مې وارزولې او د خلکو د ایستلو پر لارو، روغتونونو ته پر لاسرسي، وسایطو او طبي امکاناتو مې خبرې وکړې.»
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي، کیریل دیمیتریف، د مېلانیا ټرمپ په غوښتنه غونډې ته وینا وکړه او د هغې هغه څه یې وستایل چې ده «ځانګړی بشري رول» وباله. دیمیتریف وویل چې پوتین په شخصي توګه د دغو عملیاتو لارښوونې کړې وې او غوښتنه یې کړې وه چې لومړۍ مېرمنې ته یې مننه ورسول شي.
دیمیتریف زیاته کړه چې پوتین د سولې د ټینګښت لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې هم ستایي. د یادولو ده چې ولسمشر ټرمپ په دې غونډه کې ګډون نه درلود.
د اوکراین په پارلمان کې د ولسمشر ولودمیر زېلنسکي د «خلکو خدمتګار» ګوند د پارلماني ډلې مشر، داوید اراخامیا، له ملانیا ټرمپ څخه وغوښتل چې د کړکېچونو د کمولو او جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
اوکرایني پلاوي لومړۍ مېرمنې ته د زېلنسکي له خوا د «شهزادګۍ اولګا د لومړۍ درجې نښان» ورکړ.
د اوکراین د پارلمان د بشري حقونو کمېشنر، دیمیترو لوبینېڅ، وویل: «غواړم دا دولتي نښان ستاسو د مشرتابه، زړورتیا، زموږ د خلکو د ژغورلو او د اوکرایني ماشومانو د بېرته راستنولو په خاطر درکړم. تاسو زموږ لپاره ډېر څه کړي دي او زه د ټول اوکراین په استازیتوب یوازې یوه غوښتنه لرم: مهرباني وکړئ خپلو دغو غوره هڅو او د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړئ.»
د روسیې د بشري حقونو کمېشنرې، یانا لانتراتووا، هم په غونډه کې ګډون درلود. ملانیا ټرمپ له لوبینېڅ او لانتراتووا څخه د هغوی د منځګړیتوب د هڅو له امله مننه وکړه.
د سپینې ماڼۍ په وینا، ملانیا ټرمپ د اوربند په ممکن کولو کې د پوتین او زېلنسکي ونډه هم وستایله او د دواړو ولسمشرانو لپاره خپل لیکلي لیکونه یې دیمیتریف او اراخامیا ته وسپارل.
هغې وویل: «پرېږدئ چې اولېشکي هغه کوچنۍ سپرغۍ شي چې د سولې په تلپاتې لمبه بدلېږي.»
روسیې او اوکراین د اکتوبر په ۲۳مه د اوربند تړونونه لاسلیک کړل او جګړه د اکتوبر له ۲۷مې د نومبر تر لومړۍ نېټې ودرول شوه. لومړۍ مېرمنې وویل چې نږدې ۸۰۰ کسان له سیمې وایستل شول.
په اولېشکي کې جګړه بېرته پیل شوې ده. د دغه ښار د اوکرایني پوځي ادارې مشرې، تیتیانا هاسانېنکو، له اوکرینفورم خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د ښوونځي یو پخوانی مدیر، کوستیانتین مېلنیک، د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
هاسانېنکو وویل، ځینو اوسېدونکو ویلي چې د دغه ماموریت پر مهال له رسول شویو مرستو څخه یې څه نه دي ترلاسه کړي. د هغو کسانو له ډلې هم چې مرستې یې ترلاسه کړې، ځینې وايي ورکړل شوي خوراکي توکي به یې د یوې اوونۍ لپاره هم بسنه ونه کړي.
د اوکراین په نورو برخو کې هم جګړه روانه ده. د دوشنبې په ورځ د روسیې هدایت کېدونکو بمونو په زاپوریژیا سیمه کې د کومیشواخا کلی په نښه کړ. زېلنسکي د پنجشنبې په ورځ پر ټیلیګرام وویل چې د ۴۳ کسانو مړینه تایید شوې او یو کس، چې نوم یې د ورکو شویو کسانو په لېست کې و، ژوندی موندل شوی دی.
د سیمې پولیسو ویلي چې ښايي لا هم تر ۳۳ پورې کسان تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي.
د سیمهییز چارواکي، اولېکساندر هانژا، په وینا، د پنجشنبې له ورځې مخکې شپه د روسیې د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې په دنیپرو ښار کې درې کسان ټپیان شول.
د امریکا استازي، سټیف ویټکوف، د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا، اوکراین او روسیې پلاوي به د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه په ابوظبۍ کې سره وګوري. دوی به د جګړې پر پای ته رسولو، له جګړې وروسته پر امنیتي ترتیباتو او د کړکېچ پر کمولو خبرې وکړي.
زېلنسکي وویل چې د چهارشنبې په ناوخته یې له ویټکوف او جېرډ کوشنر سره ۹۰ دقیقې خبرې کړې دي. هغه پر اېکس ولیکل: «مذاکرات باید په بشپړ سرعت پر مخ ولاړ شي، څو دا جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»
نوموړي په ټیلیګرام کې په یوه پیغام کې وویل چې اوکراین «د روسیې له بریدونو څخه د خلکو د ژوند د خوندي کولو لپاره» د پاتریوت دفاعي سیستم رهګیرو توغندیو ته اړتیا لري.
کوشنر پر اېکس ولیکل چې د خبرو موخه یوازې «د دې وحشتناکې جګړې پای ته رسول» نه دي، بلکې د داسې یوه امنیتي چوکاټ رامنځته کول هم دي چې د جګړې د بیا پیلېدو مخه ونیسي.
د اوکراین د مرکچي پلاوي مشر، رستم عمروف، وویل چې د اوکراین، امریکا، اروپايي حکومتونو او ناټو چارواکو د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بروکسل کې غونډې کړې دي. په دغو خبرو کې د بیارغونې، د ۲۰۲۷ کال د مالي تمویل او امنیتي تضمینونو موضوعات څېړل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه