ملنډا فرنچ ګیټس وايي چې په را روانو دوو کالونو کې به څه باندې یو میلیارد ډالر هغو سازمانونو او افرادو ته ورکوي چې په نړۍ کې د ښځو او کورنیو د حقونو لپاره کار او فعالیت کوي.
هغې ویلي دي چې د دغو پېسو یوه برخه به په متحدو ایالتونو کې د میندوارو ښځو د حقونو د ملاتړ په چارو ولګول شي.
فرنچ ګیټس د روانې مې میاشتې په سر کې ویلي وو چې د بل او ملنډا ګیټس د بنسټ ریاست پرېږدي او د ښځو او کورنیو مسائیلو باندې به ډېر پام وکړي.
نوموړې په متحدو ایالتونو کې د برابرۍ یوه کلکه مدافع بلل کېږي او نیویارک ټایمز ته یې په خپلې یوې لیکنې کې په امریکا کې د نابرابرۍ په اړه څرګندونې کړې دي او په دې اړه یې ناخوښي څرګنده کړې ده.
هغې لیکلي دي: «په اقتصاد، روغتیا او حکومتدارۍ کې لسګونه تحقیقات شوي او معلومه کړې یې ده چې په ښځو او نجونو باندې پانګونه د ټولو په ګټه ده.»
ملنډا ګیټس په متحدو ایالتونو کې د زېږون په مهال د میندو مړینې ته په اشارې ویلي دي چې تور امریکایان او بومي امریکایان له دې پلوه له ډېر خطر سره مخامخ دي.
نوموړې د امریکا په ځینو ایالتونو کې د سقط جنین په اړه لیکلي دي: «ښځو په ۱۴ ایالتونو کې تر هر ډول شرایطو لاندې د خپل حمل د ختمولو حق تقریبآ له لاسه ورکړی. موږ یوازینی پرمختللی هېواد یو چې هېڅ ډول با معاشه کورنۍ رخصتي (له زېږون وروسته) نه لرو.»
هغې ویلي دي چې امریکا کې د هغو پیغلو شمېر، چې د ځان وژنې افکار تجربه کوي او په دوامداره ډول د زړه تنګۍ او نا امیدۍ احساس کوي، په یوې لسیزې کې ډېر و.
هغې ویلي دي چې په دې وروستیو اونیو کې یې په متحدو ایالتونو کې فعالو ډلو ته، چې د ښځو د حقونو د ساتنې او د هغوی د پیاوړتیا او نفوذ لپاره کار کوي، د مالي مرستو مشري پیل کړې ده.
هغه په پام کې لري چې په نژدې وخت کې په نړۍ کې ۲۵۰ میلیون ډالر هغو پروژو ته ورکړي چې د ښځو او نجونو د صحي او فزیکي چارو لپاره کار کوي.
ټاکل شوې چې هغه به بله اونۍ د بل او ملنډا ګیټس له بنسټ سره خدای په اماني وکړي او د دغه بنسټ نوم به یوازې ګیټس بنسټ شي. هغې ۲۵ کاله په دغه بنسټ کې کار وکړ.
د بل او ملنډا ګیټس بنسټ په نړۍ کې یو لوی خیریه بنسټ بلل کېږي، چې د نړۍ دوه میلیاردان بل ګیټس او وران بفت یې ډېرې مرستې برابروي.
فورم \ دبحث خونه