د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ تر ټولو شتمن کسان وپیژنئ


د فوربس اقتصادي مجلې په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ د تر ټولو شتمنو کسانو نوملړ خپور کړی دی چې پدې منځ کې د نړۍ لس شتمن کسان یا کورنۍ په ټولیږه توګه ۱.۴ ټریلیونه ډالره پانګه لري.

برنارډ ارنو

برنارډ ارنو او کورنۍ یې چې د لویس ويټان، کریسټیان ډیور او ټیفاني په ګډون د موډ او فیشن څو شرکتونه لري، په ټولیزه توګه د ۲۱۱میلیارډه ډالره پانګې په لرلو سره د نړۍ د شتمنو کسانو د نوملړ په سر کې ځای لري.

د فوربس مجلې د رپوټ پر بنسټ، ددغې کورنۍ ډیره ګټه د لویس ويټان د محصولاتو څخه دی. همدا راز په تیرو ۱۲ میاشتو کې د ۵۳ میلیارډه ډالره عاید ترلاسه کول،‌ د نړۍ د شمتنو کسانو د نوملړ په سر کې د برنارډ ارنو او کورنۍ د نوم په راتلو کې مهمه ونډه لرله.‌

ایلن مسک

د ټسلا او سپیس ایکس شرکت څښتن، ایلن مسک چې یو وخت د نړۍ تر ټولو بډایه کس ګڼل کیدی، اوس مهال د ۱۸۰ میلیارډه ډالره پانګې په لرلو سره د نړۍ دویم شتمن کس دی. د ایلن مسک د پانګې د کچې را ټېټیدل، د ټسلا د پنځوس سلنې ونډې د رالویدو له امله دی. د نوموړي پانګه او ګټه تیر کال هغه وخت مخ په ځوړه شو چې هغه په ۴۴ میلیارډه ډالره د ټویټر شبکه واخیستله. تر پرله پسې تاوانونو وروسته، ایلن مسک د ۲۳ میلیارډه ډالره په ارزښت د ټسلا شرکت ونډه وپلورله.

خو دې سره سره، د اسپیس ایکس شرکت ښه پرمختګ درلودی او د تیر کال په مۍ میاشتې کې یې ارزښت، ۱۲۷ میلیارډه ډ‌الره اټکل شوی و.‌ د روان کال په سر کې بیا یې ارزښت ۱۴۰ میلیارډه ډالره اټکل شوی دی. تیر کال په پرتله بیا د ایلن مسک پانګه ۳۹ میلیارډه ډالره را ټېټه شوې ده.‌

جیف بیزوس

د امازون شرکت څښتن،‌ جیف بیزوس چې یو وخت د نړۍ تر ټولو شتمن کس و،‌ د فوربس مجلې د ترټولو شتمنو کسانو په نوملړ کې بیا دریم ځای لري. د فوربس مجلې ویلي‌چې د بیزوس ټوله پانګه ۱۱۴ میلیارډه ډالره ده.‌
نوموړی د تیر کال په پرتله، ۵۷ میلیارډه ډالره لږه پانګه لري‌ چې پدې توګه یې د نړۍ د ترټولو لوي تاواني‌ نوم خپل کړی دی.‌ د امازون شرکت د ۳۸ سلنې ونډې بازار رالویدل ددغه امریکايي پانګوال د تاوان لوی لامل و.​

لري الیسون

د اوراکل شرکت څښتن، لري الیسون بیا د فوربس د شتمنو کسانو په نوملړ کې څلورم ځای ځپل کړی دی. تیر کال ددغه امریکايي پانګه وال، ګټه او پانګه دواړه لس سلنه زیاته شوه. نوموړی اوس مهال ۱۰۷میلیارډه ډالره پانګه لري.
الیسون تیر کال د امریکا د فلوریډا په ایالت کې د ۱۷۳ میلیونه ډالره په ارزښت یو تر ټولو ګران بیه کور واخیست. نوموړی چې د ټسلا په شرکت کې هم د پام وړ ونډه لري، په تیر اګست میاشتې کې یې د دغه شرکت د مدیره پلاوي څخه استعفا ورکړه.‌​

وران بفټ

وران بفټ چې په نړۍ کې تل د بریالي پانګوال په توګه پیژندل شوی دی،‌ د ۱۰۶ میلیارډه ډالره پانګې په لرلو سره د نړۍ پنځم شتمن کس دی.‌ ۹۲ کلن بفټ د برکشایر هټاوي لوی شرکت خاوند دی.‌ د ګایکو بیمې شرکت، د ډوراسل بطرۍ او ډایري کوین رسټورانټونه په ګډون، لسګونه نور لوي او واړه شرکتونه ددغه شرکت تر چتر لاندې دي.

نوموړی چې د امریکا د پخواني قانون جوړونکي هاوارډ بفټ زوی دی، په ۱۱ کلنې کې ځانته سوداګریزې ونډې وپیرلې او په ۱۳ کلنې کې دولت ته یې خپل د مالیاتو پاڼۍ وسپارلې. هغه ژمنه کړې چې خپل ۹۹ سلنه پانګه به ډالۍ کوي. بفټ تر اوسه ۵۱ میلیارډه ډالره د ګيټس او د خپلو زامنو خیریه بنسټونو ته ډالۍ کړي دي.​

بل ګیټس

د نړۍ شپږم شتمن کس د مایکروسافت شرکت خاوند، بل ګیټس دی. نوموړي ۱۰۴ میلیارډه ډالره پانګه لري. ګيټس یو وخت د نړۍ له مشهورو شتمنو کسانو څخه و.‌ هغه د خپل ګټې ډیرې برخه د خیر ښیګڼې کارونو ته ځانګړې کړې او اوس مهال د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ د ویروس سره د مبارزې پروګرام مالي ملاتړ پر غاړه لري.

مایکل بلومبرګ

د نیویارک پخوانی ښاروال مایکل بلومبرګ بیا د ۹۴.۵ میلیارډه ډالره پانګې په لرلو سره د فوربس مجلې د شتمنو کسانو د نوملړ په اووم ځای کې قرار لري. نوموړی چې د بلومبرګ ستر شرکت خاوند دی. ددغه شرکت تر چتر لاندې د مالیاتو، سافټ ویرونو او رسنیو یو شمېر شرکتونه کار او فعالیت لري. بلومبرګ تیر کال خیریه بنسټونو ته ۱.۷ میلیارډه ډالره بسپنه ورکړه او په همدې وخت کې یې ۱۳.۳ میلیارډه ډالره عاید درلودی.‌​

کارلوس سلیم هیلو

اتم نوم بیا د کارلوس سلیم هیلو په نوم د یوه مکزیکویي میلیارډر دی. نوموړی ۹۳ میلیارډه ډالره پانګه لري. سلیم هیلو د پان لاتین ستر مخابراتي شرکت خاوند دی چې په تیر یو کال کی یې عاید ۱۴ سلنه زیاتوالی درلودی.‌ نوموړی چې د پانګونۍ ډیر شوقي و په ۱۲ کلنې کې یې د ونډې په اخیستلو او پیرلو پیل کړی و.‌​

مکیش امباني

مکیش امباني د ۸۳.۴ میلیارډه ډالره پانګې په لرلو سره د فوربس مجلې د شتمنو کسانو په نوملړ کې نهم ځای خپل کړی دی.‌ امباني د نږدې ۱۰۰میلیارډه ډالره په ارزښت د یوه هندي شرکت خاوند دی. هغه په راز راز برخو کې لکه تیلو، انرژۍ او مخابراتو سکټور کې پانګونه کړې ده. همدا راز د یو شمېر شرکتونو چارې یې خپلو زامنو او لورګانو ته سپارلي دي.

سټیف بالمر

د فوربس مجلې د نړۍ د ترټولو شتمنو کسانو په لسم ځای کې د امریکایی پانګه وال سټیف بالمر نوم لیدل کیږي.‌ نوموړی ۸۰.۷ میلیارډه ډالره پانګه لري. په زړه پوری خو دا ده چې بالمر په ۱۹۸۰م کال کې د بل ګیټس له خوا د مایکروسافټ په شرکت کې په کار وګمارل شو او په ۲۰۰۰ م کال کې د یاد شرکت د اجراييوی مدیریت څخه د بل ګیټس تر استعفا وروسته، نوموړی پر دغې دنده وګمارل شو او تر ۲۰۱۴م کال پوري یې دغه دنده پر مخ وړله.‌

XS
SM
MD
LG