د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي عسکر: زه خپل ځان د افغان ماشوم د ښې راتلونکې دپاره قربانوم


د امریکا د سمندري ځواکونو خوردظابط ویلیم ستیسي د روان کال په پیل کې د افغانستان په جنوب کې د یوې تعبیه شوې چاودیدونکې آلې له کبله ووژل شو. هغه د خپل مرګ نه مخکي خپلې کورنۍ ته یو یاداښت لیکلی وو او وصیت یې کړی و چې د هغه د مرګ پر وخت دي دغه لیک د هغه کورنۍ ته ولوستل شي.

په لیک کې هغه په افغانستان کې د خپلې مبارزې دلیل لیکلی و. په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې د پوځیانو د یادونې د ورځ په مناسبت ځواکونو ته د وینا پر مهال دغه لیک ولوستی.

جنرال الن د ۲۰۰۱ کال راهیسي ټول هغو عسکرو ته چې په افغانستان کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی د احترام مراتب وړاندي کړل. جنرال الن وویل چې نن به زه د هغه سرتیري ژوند او څو کلمې خبرې تاسو ته وکړم چې د خپلو نورو ورونو او خوندو په جمع کې شامل شو او ژوند یې له لاسه ورکړ.

ستیسي څلورم ځل وو چې افغانستان ته د وظیفې په خاطر تللی وو. هغه د روان کال د جنورۍ پر ۳۱ مه په هلمند ولایت کې ووژل شو. دغه ځوان عسکر په خپل لیک کې خپلې کورنۍ ته لیکلي وو چې هغه په افغانستان کې ځکه مبارزه کوي چې افغان ماشومان د دې موقوع پیدا کړي چې ښوونځیو ته ولاړ شي او خپلو ارمانونو ته ورسېږي.

ستیسي په خپل لیک کې نور لیکلي دي چې په افغانستان کې به یو ورځ یو ماشوم په دې خاطر ژوند کوي چې زما په شان نورو کسانو خپل آرام او آسوده ژوند شاته پرېښوی او د دوي د ژوند د ښیګنې په خاطر دلته راغلل. دغه افغان ماشوم به د آزادۍ هغه تحفه تر لاسه کړي چې ما د ډیرې مودې دپاره ځیني خوند اخیستی دی. که چیري زما په ژوندانه باندي یو افغان ماشوم دا ټول ترلاسه کولای شي نو زما ژوند په دې ارزي چې د یوه افغان ماشوم لپاره قربان شي.

سټیسي د سمندري قواوو د دویم کنډک مربوط وو چې د امریکا د کلفورنیا په ایالت کې یې مرکز دی.

د یادونې وړ ده چې د۲۰۰۱ کال راهیسې کله چې د افغانستان ماموریت پیل شو، تر اوسه پوري ۱۸۵۱ امریکايي عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG