د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د سرتېرو د یادونې ورځ ونمانځل شوه


د ارلنګټن په ملي هدیره کې د مړو شویو پوځیانو یاد
د ارلنګټن په ملي هدیره کې د مړو شویو پوځیانو یاد

امریکایان هر کال د مۍ میاشتې په وروستۍ دوشنبې د هغو امریکایانو یاد کوي چې په پوځ کې د خدمت پرمهال وژل شوي دي. دې ته د یادونې ورځ (Memorial Day) وايي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هریس دا کال د یادونې په ورځ پایتخت واشنګټن ته څېرمه د ارلنګټن په ملي هدیره کې د یو نوم ورکي سرتیري پر قبر د ګلانو ګیډۍ کیښوده.

بایډن وویل امریکایان باید هیڅ وخت هغه کسان هېر نکړي چې خپل ژوند یې د هیواد د ساتنې په لار کې قرباني کړی دی.

هغه زیاته کړه: "زموږ پوځیانو د دیموکراسۍ لپاره جګړه کړې او د ضرورت په وخت کې یې ژوند هم قربان کړی دی. نن ورځ د هغوی او د هغوی د کورنیو خدمت او قربانۍ د هغوی د قبرونو تر خاموشو تېږو ډېرې اوچتې دي."

په دې مراسمو کې د ولسمشر سره د دفاع وزیر لوید اسټن او لوی درستیز مایک ميلي هم ملګري وو. اسټن په دې مراسمو کې د وینا پرمهال، د پخوانیو پوځیانو او د هغوی له کورنیو د ملاتړ ژمنه وکړه.

هغه وویل: "موږ نن یو ځل بیا ژمنه کوو چې ډاډ رامنځ ته کړو تاسې او ستاسې کورنۍ هغه ملاتړ لري چې مستحق یې یاست. تاسې به تل زموږ د نظامي کورنۍ غړي یاست او موږ ټول هغه کسان په خپلو زړونو کې ساتو چې د هیواد د دفاع په لاره کې، چې مینه یې ورسره درلوده، ژوند له لاسه ورکړی دی."

ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هریس دا کال د یادونې په ورځ پایتخت واشنګټن ته څېرمه د ارلنګټن په ملي هدیره کې د یو نوم ورکي سرتیري پر قبر د ګلانو ګیډۍ کیښوده.
ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هریس دا کال د یادونې په ورځ پایتخت واشنګټن ته څېرمه د ارلنګټن په ملي هدیره کې د یو نوم ورکي سرتیري پر قبر د ګلانو ګیډۍ کیښوده.

د متحدو ایالتونو لوی درستیز مارک میلي وویل چې دا په امریکا کې د یادونې ۱۵۵مه کلیزه ده چې اوس یې د یوه میراث ارزښت غوره کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: "په دې ورځ، موږ د هغو څه باندې یو میلیون امریکایانو یاد کوو چې د ازادۍ پر بستر یې خپل وروستي‌ نفسونه وکاږل او د آزادۍ د ابدي ارمان ملاتړ یې وکړ. د تاریخ په اوږدو کې د هغوی پیاوړې ژمنتیا، او د آزادۍ لپاره د هغوی سرښندنې موږ ته خپله مقدسه دنده راپه یادوي."

د یادونې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د نظامي قطعاتو رسم ګذشت او پدې مراسمو کې د ارکستر د ډلو او متقاعدو پوځیانو حضور یو پخوانی دود دی.

د یادونې ورځ همدارنګه په متحدو ایالتونو کې د دوبي د پیل ورځ هم ګڼل کیږي، په کومه ورځ چې میلیونونه کسان له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو په موخه سفرونه کوي او یا هم د اونۍ په پای کې میلې کوي.

XS
SM
MD
LG