د لاس رسي وړ اتصالات

د فټبال ستوري میسي، د خپل د ماشومتوب د وخت ملگرې سره واده وکړ


میسي په ١٣ کلنۍ کې د فوټبال لپاره له ارجنتاین نه اسپانیا ته لاړ
میسي په ١٣ کلنۍ کې د فوټبال لپاره له ارجنتاین نه اسپانیا ته لاړ

د نړۍ او ارجنتاین د فوټبال ځلانده ستوري لیونیل میسي او د هغه د ماشومتوب د وخت ملگرې د جمعې په شپه په ارجنتاین کې په پخل پلرني ټاټوبي کې واده وکړ.

د میسي او د هغه د میرمنې انتونیلا روکوزو واده د ارجنتاین د روساریو ولایت په یو خورا لوکس هوټل کې وشو. واده ته ٢٥٠ میلمانه دعوت شوي وو چې په هغوی کې د نړۍ د فوټبال یو شمیر خورا مشهورې څیرې موجودې وې.

د میسي یو ملگری وایي هغه کولای شول د د دوبۍ په څیر د نړۍ په خورا مشهورو هوټلونو او حتی په سپوږمۍ کې واده وکړي، خو هغه خپل ټاټوبی او د خپل زړه د مینې ښار غوره کړ.

د میسي په واده کې د هغه د بارسولونا د ټیم مشهور ملگري نیمار، لویس زواریش او گیراد پیگو حاضر وو. په واده کې د کلمبیا د هیواد د پاپ موزیک مشهورې نړیوالې سندرغاړې شکیرا سندرې وویلې.

ددې واده په هکله د رپوټ لپاره ١٥٠ ژورنالیستان هم ورغلي وو خو د واده له سالون بهر ورته ځای جوړ شوی و.

٣٠ کلن میسي په یوه متوسطه کورنۍ کې د روساریو په ولایت کې زیږیدلی دوه وروڼه او یوه خور لري. ناوی چې ٢٩ کلنه او د میسي د ماشومتوب ملگرې ده د هغه د یو نژدې ملگري خور ده.

د بارسولونا او ریال مادرید د سیالۍ په ترڅ کې د میسي او رونالدو مخامخ کیدل
د بارسولونا او ریال مادرید د سیالۍ په ترڅ کې د میسي او رونالدو مخامخ کیدل

​میسي په ١٣ کلنۍ کې د فوټبال لپاره له ارجنتاین نه اسپانیا ته لاړ خو د خپلې ملگرې سره یې تماس وساته.

میسي د خپلې پخوانۍ ملگرې نه چې اوس یې ماندینه ده دوه زامن لري چې یو یې ۴ کلن او بل یې یو کلن دی.

میسي پنځه ځلې د فوټبال د نړیوال فدراسیون فیفا له خوا د نړۍ د غوره فوټبالر لقب ترلاسه کړی، خو هغه نه دی توانیدلی چې ارجنتاین ته کوم عمده جام وگټي.

XS
SM
MD
LG