د میتا شرکت، چې فیسبوک او انستاګرام یې یوه برخه ده، اعلان کړی چې په استرالیا کې یې د څه باندې ۷۵۶زره ځلمیانو، چې تر ۱۶ کلونو کې یې عمرونه کم وو، حسابونه تړلي او غیر فعال کړي دي.
د استرالیا حکومت د یو قانون له تصویب څخه وروسته، د تکنالوژۍ په شرکتونو فشار زیات کړ، چې تر ۱۶ کلونو کم عمره کسانو ته د حساب پرانیستلو اجازه ورنه کړي.
د استرالیا حکومت په ځلمیانو باندې د ټولنیزو رسنیو رواني او جسمي تاثیرات د دغه قانون د تصویب عمده دلیل بولي.
میتا د پنجشنبې په ورځ (اګست۱۳) اعلان وکړ، چې په استرالیا کې د تېرکال د ډسمبر له میاشتې راهېسې، چې دا قانون په کې تنفیذ شو، د روان کال د جون تر میاشتې پورې یې په انستاګرام کې د ۴۶۲زره ځلمیانو او په فیسبوک کې یې د ۲۹۴زره ځلمیانو مشکوک حسابونه غیر فعال کړي دي.
په همدې حال کې رسمي شمېرې او ځینې تحقیقات ښيي چې د دغه ممنوعیت په لومړنیو دریو میاشتو کې په هرو لسو ځلمیانو کې یې اتو له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخیستی دی.
د استرالیا حکومت د شرکتونو مالکان تورنوي چې دا بندیزونه په داسې شکل ترتیبوي، چې ماتېدای شي.
په همدې حال کې د استرالیا د انټرنټ تنظیم کوونکې اداره وايي چې د هغو شرکتونو په اړه قضايي اقدامات کوي، چې شاید د قانون د اجرا لپاره یې کافي اقدامات نه دي کړي.
استرالیا یو بل قانون هم تصویب کړی چې که مقررات اجرا نه شي، تر ۹۹ میلیون استرالیايي ډالرو پورې حد اکثر جریمه لګول کېدای شي.
ټاکل شوې چې د میتا، ټیک ټاک، ګوګل، سنپچټ استازي د مقرراتو د اجراتو په اړه د پارلمان یوې تحقیقي غونډې ته حاضر شي. میتا، چې د بندیز له اصل سره یې مخالفت کړی، وايي چې قانون ته ژمنه ده او د ځلمیانو د حسابونو تړل به روان وساتي.
فورم \ دبحث خونه