واک ته د طالبانو له رسېدو پنځه کاله وروسته، د خبریالانو د ساتنې کمېټه یا CPJ وايي چې په افغانستان کې د رسنیو پر ازادۍ فشارونه لا پسې زیات شوي او خبریالان له نیولو، ګواښونو، وهلو، سانسور او د کار له محدودیتونو سره مخ دي.
د میتا شرکت، چې فیسبوک او انستاګرام یې یوه برخه ده، اعلان کړی دی چې په استرالیا کې یې د څه باندې ۷۵۶زره ځلمیانو، چې تر ۱۶ کلونو کې یې عمرونه کم وو، حسابونه تړلي او غیر فعال کړي دي.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینټ وايي چې په ۲۰۲۱ کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ازاد او خپلواک ژورنالیزم ځای تقریبا ورک شوی، خبریالان د سانسور، ګواښ او نیولو له زیاتیدونکي ګواښ سره مخ شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د طالبانو حکومت په غزني کې د خوشحال په نوم د یوې سیمه ایزې راډیو دفتر تړلی او خپرونې یې بندې کړې دي.
په نړۍ کې د ادیانو د ازادیو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو کمیسیون وایي چې په افغانستان کې د دیني ازادیو وضعیت له حده زیات خراب دی.
د «افغانستان د خبریالانو مرکز» وايي چې د طالبانو حکومت د خبریالانو د شاوخوا لسو ملاتړو ټولنو او بنسټونو جوازونه لغوه کړي او فعالیتونه یې بند کړي دي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې په رسنیو او بیان په ازادۍ محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي، په تازه اقدام کې د طالبانو حکومت د ارزګان په ولایت کې هم په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیز لګولی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د رسا د خصوصي تلویزون مسئول مدیر غلام محي الدین صاحبزاده او د دغه تلویزون خبریال جهادمل حبیبي د طالبانو په زندان کې د لسو میاشتو بند له تېرولو وروسته خوشې شول.
د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې خپلواکې کمیټې د جمعې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۴) په یو نوی خپور کړي راپور کې ویلي چې د «ښځه، ژوند، ازادي» غورځنګ له جوړېدو څخه د څه باندې دوه نیمو کلونو په تېرېدو سره، د ایران حکومت په سیستماتیک ډول د مخالفینو ځپلو ته دوام ورکوي.
د افغانستان له خبریالانو ملاتړسازمان ښځو د نړیوالې ورځې مارچ د اتمې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو په وضعیت اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ښځینه خبریالانې د رسنیز چاپیریال څخه په بشپړه توګه د حذفیدو د ګواښ سره مخ دي.
کري لېک چې د امریکا غږ مشرۍ لپاره د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لخوا نومول شوې ، وایي چې له امریکا غږ څخه په روانې معلوماتې جګړې کې د "واقعیت وسیلې" په توګه کار اخیستل کیدی شي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د بېګم او د ځوانانو راډیوي خپرونو د فعالیت بیا پیلیدوته د دغو راډیوي خپرونو د مسوولینو څخه د ژمنې د اخیستلو وروسته په مشروط ډول یې اجازه ورکړې، خو ددغو رسنیو نیول شوي خبریالان لا هم بندیان دي.
نور پورته کول