د لاس رسي وړ اتصالات

ميټا خبرداری ورکړی چې د موبایل ځینې اپلیکشنونه ستاسو پاسورډونه غلا کوي


د میټا شرکت د جمعې په ورځ اکتوبر اوومه (تلې ۱۵) د فیسبوک یو ملیون کاروونکو ته خبرداری ورکړ چې دوی ځیرکو ټلیفونونو ته د جوړ شویو اپلکیشنونو له لارې چې په ظاهره بې ضرره بریښي د ټولنیزو شبکو د پسورډونو د غلا کیدو سره مخامخ دي.

د میټا شرکت د اختلالاتو د څانګې رئیس ډیویډ اګرانوویچ وویل چې تر دې دمه څه دپاسه ۴۰۰ "ناوړه" اپلکیشنونه پیژندل شوي چې د اپل او یا انډرایډ سافټویر کاروونکو ځیرکو ټلیفونونو ته جوړ شوي او په اپل سټور او ګوګل پلې پلورنځیو کې هم موجود دي.

د میټا شرکت چې د فیسبوک، انستاګرام او وټس اپ په ګډون د څو ټولنیزو شبکو مالک دی، په خپل بلاګ کې په یو پوسټ کې ویلي: "دا اپلکیشنونه د ګوګل پلی پلورنځي او اپل پلورنځي په لیست شامل شوي او د عکس د ایډیټرانو، لوبو، VPN خدماتو، سوداګرۍ اپلکیشنونو او نورو اسانتیاو په جامه بدل شوي چې خلک یې ډاونلوډ کړي."

د میټا د امنیتي ټیم په وینا، دا اپلکیشنونه اکثرا له خلکو غواړي چې د خپل فېسبوک حساب د معلوماتو له لارې دې اپلکیشن ته ننوزي تر څو د هغوی د کارونې نومونه او پاسورډونه غلا کړي.

ښاغلي اګرانوویچ ددې اپلکیشنونو په اړه وویل: "دوی یوازې هڅه کوي چې خلک په چل ول د خپلو حسابونو د معلوماتو له لارې داخل شي او پدې توګه هیکرانو ته د دوی حسابونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي."

هغه زیاته کړه، "موږ یو ملیون کاروونکو ته خبر ورکړ چې دوی ښایي د دې ډول اپلکیشنونو سره مخامخ شوي وي؛ دا پدې معنی ندي چې ګواکې دوی ددې ډول جوړجاړي سره مخ شوي دي."

له ۴۰ فیصدو څخه زیات اپلکیشنونه چې په میټا Meta کې لست شوي د عکسونو ایډیټ یا لاسوهنې لارې چارې پکې شاملې دي او ځینې یې دومره ساده بریښي لکه د ځیرکو ټلیفونونو د فلش لایټونو نه استفاده کول.

اګرانوویچ وایي، "زموږ احساس دا دی چې دا ډول ناوړه اپلیکیشن جوړونکي هڅه کوي تر څو ډیر خدمات په نښه کړي." اګرانوویچ وویل، د اپ جوړونکي د پسورډونو په ترلاسه کولو سره د فېسبوک حسابونو اخوا د نورو شیانو په فکر کې دي.

میټا وویل خپلې موندنې یې د اپل او ګوګل سره شریکې کړي چې وګوري د هغوي د اپلکیشنونو په پلورنځیو کې څه وړاندیز کیږي.

اپل پدې اړه پوښتنو ته ځواب ندی ویلی چې د هغو اپلکیشنونو په وړاندې یې کوم اقدام کړی کوم چې میټا مضر ګڼلي.

خو ګوګل وویل چې اکثر هغه اپلکیشنونه چې میټا په ګوته کړي، دوی په نښه کړي او د پلې سټور څخه یې لرې کړيدي.

XS
SM
MD
LG