د لاس رسي وړ اتصالات

مکسیکویي هنرمند د جنسي تیري د تور وروسته ځان وواژه


په مکسیکو کې د راک موسیقۍ د یوې مشهورې ډلې بنسټګر اوګیتار غږونکی ارماندو وګا ګیلو ورسته له هغې ځان وواژه چې یوې ښځې هغه په جنسي تیري باندې تورن کړ.

ښاغلي وګاګیل په یو پیغام کې چې له خپلې مړینې دمخه یې په ټویټر خپور کړی پر هغه د جنسي تیري لګول شوی تور یې ناسم بللی دی.

دغه ٦۴ کلن اهنګ جوړونکي هغه وخت د ځان وژلو پریکړه وکړه چې یو ناشناس شخص د مکسیکويي هنرمندانو پورې په یو مربوط هشتګ "مي ټو" کې ادعا کړې وه چې په ١٣ کلنۍ کې د ښاغلي وګاګیل له لورې جنسي ازار شوی دی.

ارماندو وګاګیل د خپل ټویټر په دوام لیکلي دي چې "زما مړینه په جرم اعتراف ندی، بلکه زما د بیګناوالي اعلان دی. زه غواړم د خپل زوی راتلونکې لاره هواره کړم...یوه وحشتناکه پای له بې پایه وحشت څخه ښه ده".

هغه ښځې چې ارماندو وګاګیل یې په جنسي ځورونې تورن کړی دی ادعا کوي کله چې د یو شمیر دوستانو سره د هغه کور ته د موسیقۍ د زده کړې لپاره تللې وه له هغې سره ددغه هنرمند چلند نامناسبه و.

هغې همداشان ادعا کړې ده هغه ازارونکي جنسي پیغامونه چې ارماندو د هغې تیلیون ته استول ددې سبب شول چې خپله نمره بدله کړي.

د ښاغلي وګاګیل د ځان وژنې د خبر په پایله کې د مکسیکو د "مي ټو" غورځنګ ټویټر پاڼه وتړل شوه، خو ددغې پاڼې خاوند ادعا کړې چې اکونټ یې هک شوی دی.

XS
SM
MD
LG