د لاس رسي وړ اتصالات

مکسیکو د مخدره موادو تر ټولو نومبدی قاچاقبر نیولی


د مکسیکو بحري ځواکونه وایي پدې هیواد کې د مخدره موادو تر ټولو نومبدی قاچاقبر رافایل کارو کوینتیرو یې نیولی.

د مخدره موادو دې ستر کاروباري په ۱۹۸۵ کال کې د متحده ایالاتو د مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې یو مامور هم وژلی و چې وروسته بیا په زندان کې واچول شو خو د زندان څخه تر خلاصیدو وروسته یې بیرته د مخدره موادو کاروبار ته مخه کړه.

د بحري ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي چې د مکس په نامه ځانګړي سپي چې د لټون په عملیاتو کې ترې کار اخیستل کیده، د دې مشهور قاچاقبر ځای ځایګی یې د مکسیکو د سینالوا ایالت د سان سیمان په ښارګوټي کې پیدا کړ.

په اعلامیې کې ویل شوي چې کونتیرو په یوې غرنۍ سیمې کې پټ و او په عملیاتو کې د مکسیکو د لوی څارنوالۍ د دفتر او بحري ځواکونو برخه درلوده.

متحده ایالاتو حکومت تر دې وړاندې د مکسیکو څخه غوښتي و چې دا مشهور قاچاقبر دې تر نیول کیدو وروسته دويته وسپاري.

په یوې لنډې ویډیو کې چې د مکسیکو بحري ځواکونو خپره کړې، کارو کوینترو پکې پداسې حال کې ښودل کیږي چې څو مسلکو کسانو چې نظامي دریشۍ یې پر تن دي هغه له دواړو مټو نیولی.

د مکسیکو د مخدره موادو دې مشهور قاچاقبر ته په ۱۹۸۵ کال کې د امریکا د مخدره موادو د تنفیذ ادارې اجنټ انریکې کامارینا د تښتول او وژلو له کبله محکمې ۴۰ کاله د بند تیرولو سزا ورکړې وه خو وروسته بیا په ۲۰۱۳ کال کې هغه تر ۲۸ کالو بند تیرولو وروسته خوشې شو او بیرته یې د مخدره مودو کاروبار پیل کړ.

سره لدې چې د مکسیکو جمهور رئیس مانیول لوپیز اوبرادور پخوا ویلي و چې نه غواړي د مخدره موادو ستر قاچاقبران ونیسي او د تشدد مخنیوی غوره بولي خو دا مشهور قاچاقبر څو وروسته ورځې وروسته تر هغه نیول کیږي چې ښالي اوبرادو په سپينې ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن سره وکتل.

XS
SM
MD
LG