د لاس رسي وړ اتصالات

د مکسیکیو په زلزله کې د مړو شمېر ۲۱۷ ته ورسېده


۳۲ کاله مخکې په مکسیکو کې یوې بلې زلزلې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان مړه کړل
۳۲ کاله مخکې په مکسیکو کې یوې بلې زلزلې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان مړه کړل

په مکسیکو د یوې قوي زلزلې له کبله شاوخوا ۲۱۷ کسان مړه شوي دي.

د ري اکتر په کچه د دغې زلزلې شدت ۷.۱ ښودل شوی دی. ډېر کسان د مکسیکو په ښار او موریلوس په ایالت کې مړه شوي دي.

د مکسیکو د مدني دفاع ایجسنۍ په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي چې د چهارشنبې تر سهار پورې د مکسیکو په ښار کې ۸۶، د موریلوس په ایالت کې ۷۱، د پیوبلا په ایالت کې ۴۳، د مکسیکو په ایالت کې ۱۲، د ګیریرو په ایالت څلور او په اوګساکا مې یو کس مړه شوي دي.

یوازې د مکسیکو په ښار کې شاوخوا ۸۶ تنه مړه شوي دي.
یوازې د مکسیکو په ښار کې شاوخوا ۸۶ تنه مړه شوي دي.

پولیسو، پوځ او د اضطراري حالاتو د ادارې مامورانو دا مړي د ړنګو شویو ودانیو او خاورو خزلو له لاندې څخه را ویستل دي. د زلزلې مرکز د مکسیکو ښار په ۱۲۳ کیلو مېترۍ کې د پیوبلا ایالت ښودل شوی دی.

خو مسؤلین اندېښنه لري چې ښایي د مړو شمیر د دې نه هم زیات شي. د مکسیکو د ښار ښاروال میګول انجل مانسیرا وايي چې د مکسیکو په ښار کې تر دې دمه د لږ تر لږه ۴۵ ودانیو د نسکورېدو خبر تاید شوی دی.

په زلزلې کې سلګونه کورونه او ودانۍ او وران ویجاړ شوي دي
په زلزلې کې سلګونه کورونه او ودانۍ او وران ویجاړ شوي دي

د مکسیکو د کورنیو چارو وزیر مایګیو اوزیري ویلي چې پوځ او پولیس استول شوي چې له قربانیانو سره مرسته وکړي او په دغه برخه کې به خپل ټول امکانات وکاروي.

شاوخوا ۳۲ کاله مخکې د مسکیکو په ښار او شاوخوا سیمو کې کې یوې بلې قوي زلزلې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان مړه کړي وو. د رې اکتر په کچه د دغې زلزلې شدت اته ښودل شوی و.

مسولین اندېښنه لري چې شاید د مړو او زخمیانو شمېر زیات شي
مسولین اندېښنه لري چې شاید د مړو او زخمیانو شمېر زیات شي

ویل کیږي چې د مکسیکو په ډېرو سیمو کې برېښنا قطع شوې او خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

XS
SM
MD
LG