د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ پخوانی وکیل په درې کلو بند محکوم شو


د امریکا د ولسمشر ټرمپ پخواني شخصي وکیل مایکل کوهن ته، د دروغو ویلو او دوو ښځو د غلي کولو لپاره د پیسو ورکولو په تور د دریو کلو بند سزا ورکړل شوه.

وکیل کوهن دوو ښځو ته چې د ولسمشر ټرمپ سره یې د جنسي اړیکو ادعاگانې کولی، شاوخوا درې لکه ډالرې ورکړی وي چې هغوي پدی اړه تبصرې ونکړي.

مایکل کوهن پخپلو جرمونو اعتراف کړیدی او دا یې هم منلې چې په مسکو کې یې د ټرمپ ټاور ( گنبد) چوړولو لپاره د روسي چارواکو سره د روابطو په اړه کانگرس ته دروغ ویلي و.

د نیویارک څارنوال په محکمې کې ویلي و چې کوهن د لوڅو فلمونو اداکارې ډینیل سټورمي او کرن مکډوگل ته د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوران کې د غلي پاتې کیدو لپاره دوه سوه اتیا زره ډالرې ورکړې وي.

د کوهن وکیل په محکمې کې بیا ویلي و چې هغه ته دې د بند سزه نه ورکوي ځکه دا هغه د ټرمپ سره د ډیر نژدی تعلق له کبله کړیدي.

ولسمشر ټرمپ د مایکل کوهن په اړه څو وارې ټویټونه کړیدي او وایي چې د هغه تورونه بی بنیاده دي.

XS
SM
MD
LG