د لاس رسي وړ اتصالات

آیا جمهور رئیس ډانلد ټرمپ به استیضاح شي؟


د مائیکل کوهن تورن کیدل د ټرمپ د استیضاح غوښتنې سبب شوی.
د مائیکل کوهن تورن کیدل د ټرمپ د استیضاح غوښتنې سبب شوی.

د جمهور رئیس ډانالد ټرمپ ځنی منتقدین کوشش کوي ټرمپ استیضاح شي.

دا کوشش تر هغې وروسته پیل شوی چې کله د ښاغلي ټرمپ پخواني وکیل داسی څرګنده کړه چې ممکن ولسمشر د انتخاباتي کمپاین په مالي مصارفو کې سرغړونه شوې اوسي. خو په کانګرس کې، چې د استیضاح پروسه به پکې کیږي، د ولسمشر سیاسي مخالفان پدې قضیه کې ډير محتاط دي.

د عدلیې وزارت د قانوني مشورو دفتر چې د جمهوري ریاست اړوندو ادارو ته حقوقي لارښوونې کوي، وایي برحاله جمهور رئیس نشي تورن کیدلی.

د عدلیې وزارت وایي برحاله جمهور رئیس نشي تورن کیدلی.
د عدلیې وزارت وایي برحاله جمهور رئیس نشي تورن کیدلی.

د جمهور رئیس ډانلد ټرمپ پخوانی مدافع وکیل مائیکل کوهن تیره اونۍ د کمپاین د مالي سرغړونو، مالیاتي او بانکي درغلیو په اته موردونو کې په خپل جرم اعتراف وکړ. پدې جرمونو کې هغه رشوت ورکول هم شامل دي چې د یوې ښځې نه غوښتل شوي وو چې د ټرمپ سره د خپلو اړیکو لرل پټ وساتي. کوهن وایي ټرمپ ورته د دی رشوت ورکولو ویلي وو، خو جمهور رئیس ټرمپ او پلویان يي دا ادعاوې ردوي او کوهن یو دروغجن ګڼي.

د دغو تورونو له امله، د جمهور رئیس د استیضاح غوښتونکي زیات شوې دي.

د کانګرس یو دیموکرات غړي ایریک سوالویل د آی.بي.سي تلویزیون د دی اونۍ پروګرام کې وویل لاهم کافي شواهد نلري.

ایرک سوالویل په کانګرس کې د قضایي کمیټې غړی دی چې د استیضاح د پروسې لمړني پړاونه پکې پیلیږي. هغه وایي اوس ډير وخته دی چې د اقداماتو په اړه خبرې وشي. د ایریک په وینا که په کانګرس کې دیموکراتان اکثریت وی نو تحقیقات پیلول به لمړنی ګام وی.

ایریک وایي یوازنی کار چې دیموکراتان یي ژمنه کولې شي هغه که د امریکا ولس ورته رایه ورکړي چې اکثریت وګټي، نو دیموکراتان به هغه تحقیقات وکړي چې جمهوري غوښتونکي ورته زړه نه ښه کوي.

د ایریک په وینا تحقیق به د کمپاین د مالي سرغړونو، د روسانو سره د ټرمپ د تماسونو او د هغې د مالیي ورکولو اړوند اوسي چې د امریکا ولس تری هیڅ خبر نلري.

سره ددی چې په ټاکنو کې د روسانو د مداخلې او قضايي مراحلو د سرغړونو په اړه پلټنې روانې دي، په کانګرس کې ګڼ شمیر جمهوري غوښتونکي د جمهور رئیس ټرمپ پلوي کوي.

د جمهور رئیس ټرمپ دوه پخواني همکاران، پال مانفورت او مایکل کوهن خپله غلطي منلې.
د جمهور رئیس ټرمپ دوه پخواني همکاران، پال مانفورت او مایکل کوهن خپله غلطي منلې.

د جمهور رئیس ټرمپ اوسني مدافع وکیل رودي جولیاني تیره اونۍ وویل استیضاح کول به ډیر بد وي او هیڅ نه ویني چې داسی دی وشي.

جولیاني وایي ټرمپ د روسانو سره تماس نه درلود، د عدلي چارو مخه يي نده نیولې او هر څه چې مائیکل کوهن ویلي هغه رد شوي دي.

جولیاني وایي که څوک ټرمپ یوازی په سیاسي دلایلو استیضاح کول غواړي نو د امریکا ولس به يي په مقابل کې ودریږي.

ارزونکي وایی دیموکراتان د ټرمپ د پلویانو له ویرې د استیضاح په اړه د خبرو کولو ډډه کوي. اوس چې په امریکا کې د کانګرس د نومبر میاشتې د منځنۍ دورې ټاکنې نژدې شوي او د کانګرس په دواړو جرګو، د استازو او سنا مجلسونو کې به ګوندي اکثریت معلوم کړي، په عینی وخت کې د استیضاح بحث په امریکا کې سیاسي جنجال نورهم پراخ کړې.

XS
SM
MD
LG