د پاپ موسیقۍ د وتلي ستوري مایکل جکسن یو نادر انځور چې د هغه یوازینی پېژندل شوی رسمي انځور ګڼل کېږي، د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه په فرانسه کې د لیلام لپاره وړاندې کېږي.
دغه انځور چې «The Book» نومېږي، په ۱۹۸۹ کال کې د اسټرالیايي هنرمند برېټ لېوېنګسټن سټرونګ له خوا نقاشي شوی دی. د لیلام تنظیموونکې ادارې «اګوټېس» اټکل کړی چې دا اثر به د ۳۰۰ زرو او ۵۰۰ زرو یورو ترمنځ وپلورل شي.
په انځور کې مایکل جکسن په سره کورتۍ کې ناست دی او لاسونه یې پر یوه تړلي کتاب ایښي دي. ویل کېږي چې په دغه کتاب کې د هغه شخصي نظریات، رسمونه او د سندرو متنونه شامل دي.
د لیلام د ادارې د معلوماتو له مخې، دا انځور د جکسن د دوو مشهورو البومونو «Bad» او «Dangerous» د خپرېدو ترمنځ بشپړ شوی او د ۱۹۹۰ کال په جنورۍ کې په لومړي ځل د کالیفورنیا په بېورلي هیلز کې نندارې ته وړاندې شوی و.
د ادارې د پاپ کلتور او یادګاري اثارو متخصص ارتور پېرو وايي، دغه انځور د مایکل جکسن د نړیوال شهرت ترڅنګ د هغه شخصي اړخ هم څرګندوي.
د هغه په وینا، دغه اثر له ۱۹۹۰ کال وروسته تر ډېره د خلکو له نظره پټ پاتې شوی او په ۲۰۰۹ کال کې د نیویارک په هارلم سیمه کې له نندارې پرته، په عام محضر کې نه و وړاندې شوی.
د لیلام له وړاندې کېدو سره سم، دغه انځور له شاوخوا ۳۶ کلونو وروسته یو ځل بیا د خلکو او د مایکل جکسن د مینهوالو د لیدنې لپاره نندارې ته اېښودل شوی دی.
فورم \ دبحث خونه