د نړیوالو او دفاعي چارو کارپوه مایکل اوهانلن وايي چې د طالبانو بیرته قوي کیدل، د اسلامي دولت د ډلې فعالیتونه او په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ زیاتیدل هغه عوامل دي چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما یې وهڅاوه چې په خپلې ستراتیژۍ کې بدلون راولي.
د امریکا په مرکز واشنګټن ډي سي کې د بروګنګز د څیړنیز مرکز د نړیوالو او دفاعي چارو د دغه کارپوه سره نزرانې یوسفزۍ مرکه کړې ده چې دلته یې اوریدلی شئ:
-
نزرانه یوسفزۍ
نزرانه غفار د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.