د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکایي کارپوه په وزیرستان کې څه ولیدل؟


د جنوبي اسیا د چاروکارپوه مایکل کگلمین

په واشنگټن کې د ولسن په څیړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مایکل کگلمین شمالي وزیرستان ته سفر کړی او وایي چې په دغه سیمه کې په وروستیو څو کلونو کې ډیر بدلون راغلی دی.

کگلمین د امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان د پوځ په مشرۍ کې هغه شمالي وزیرستان ته سفر وکړ او وي لیدل چې وزیرستان چې یو وخت د جنگ میدان و اوس پکې سړکونه، ښوونځي او روغتونونه جوړ شویدي.

د پاکستان پوځ د تیرو څو کلیزو راهیسې په شمالي وزیرستان کې د ترهگرو په ضد عملیات کوي خو افغانستان او امریکا وایي چې اوس هم پاکستان د ترهگرو ملاتړ کوي او د ترهگرو د ختمولو ادعاگانې یې سمې ندي. پاکستان دغه تورونه ردوي.

کگلمین وویل "زه پوهیدم چې زه یواځې په میرامشاه کې گرځېدلی شم، د پاکستان پوځ غواړي چې نړۍ ته داسې وښیي چې په وزیرستان کې امن دی او هر څه سم دم دي. خو په اصل کې داسې نده. زه پوهیدم چې کومې سیمې ته چې زه تللی ووم، د هغې نه چارچاپیره هم وضع ډیره خرابه ده."

هغه زیاته کړه چې په وزیرستان کې چارواکي د ځايي خلکو سره ډیر ناوړه چلند کوي خو زه چې کوم شي حیرانه کړم هغه دا و چې په دغه سیمه کې ډیر پرمختگ شویدی او بیشکه دا ټول په پاکستان کې پوځ کړیدي ځکه چې ملکي حکومت دومره څه نشي کولی.

هغه وویل د ډیورنډ کرښې هغه سیمې ته هم لاړم چې په کوم ځاې کې پاکستان د کټارو لگول شروع کړیدي. "د پاکستان پوځ ما ته وویل چې په په زیاتره پوله به کټارې ولگوي خو دا مني چې دا ډیر گران کار دی چې په ټول سرحد کټارې ولگوي."

مایکل کگلمین زیاته کړه چې د هغه په فکر دا بیخې ښه فکر نه دی چې د ډیودنډ په پوله دې کټارې ولگول شي. هغه وویل چې دا به د ترهگرۍ مسله حل نکړي خو د افغانانو سره چې کوم تبعیضي چلند کیږي. هغه به لا نور زیات شي.

افغانان په توگه پاکستان ته ځي راځي، د تجارت، روغتونونو او داسې د تعلیم لپاره. دا ډول اقدامات یواځې د افغانانو په مشکلاتو کې زیاتولی راولي.

مایکل کگلمین وویل "داسې ښکاري چې د ډیورنډ په کرښه د کټارو لگول دا معني لري چې پاکستان غواړي افغانان دې نور پاکستان ته نه راځې او دا بیخې ډیره د خپگان خبره ده ځکه چې هغه افغانان چې اوس په پاکستان کې میشت دي، هغوي به ډیره نارامه احساسوي. او دا په زرگونو تنه افغانان د تعلیم صحي اسانتیاو ته د لاسرسي نه محروموي."

د پاکستان پوځ په پرله پسې توگه دا وایي چې هغوي د پاکستان او افغانستان د ډیورنډ په کرښه ځکه کټارې لگوي چې هغوي غواړي ترهگر ونکړې شي چې په ازادانه توگه د یو بل ملکونو ته واوړي.

کگلمین وایي چې د پاکستان پوځ ورته دغه ادعا تکرار کړه چې په پولې د امنیت ساتل د دواړو ملکونو په گټه ده. هغه وویل چې مونږ د پاکستان د پوځ نه دا پوښتنه وکړه چې د پاکستان د پوځ د دغو اقداماتو نه وروسته هم د حقاني د شبکې غړي په پاکستان کې څنگه ژوند کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار یوسفزۍ د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.
    https://twitter.com/NazranaYusufzai

XS
SM
MD
LG