د مایکروسافت شرکت اعلان کړی دی چې ددغه شرکت په خدماتو کې رامنځ ته شوې ستونزه هواره شوېده.
دغه اختلال د پنجشنبې په ورځ، اوټلوک او ټیمز ته د لاسرسي په بندیدو سره پیل شو او څه باندې ۲۴ ساعته یې وخت ونیو، ددې ستونزې دلیل، د شبکې د ظرفیت د لوړیدو په جریان کې د مشکل رامنځ ته کول ښودل شوي دي.
د مایکروسافت اجرایوي مرستیال چارلز لامانا د پنجشنبې په شپه وویل چې د مخربو یا سایبري فعالیتونو نښې نه لیدل کیږي.
د رویټرز خبري آژانس په وینا، ددې مشکل په اوج کې په امریکا کې د اوټلوک د خدماتو په اړه څه د مشکلاتو څه باندې ۱۳۸ زره راپورونه ورکړل شول.
په دې سربیره د نړۍ په څه باندې اویا هیوادونو او سیمو کې هم د ورته مشکلاتو راپورونه ورکړل شول.
مایکروسافت ۳۶۵ په ټوله نړۍ کې څه باندې ۴۵۰ میلیونه مشترکین لري چې د مشخصو لګښتونو په ورکولو سره ددغو خدماتو څخه ګټه پورته کوي، خو دغه شرکت تر اوسه د هغه کارونکو او شرکتونو دقیق شمیر ندی څرګند کړی چې د وروستيو مشکلاتو له امله زیانمن شوي دي.
دا د مایکروسافت په تاریخ کې تر ټولو اوږد اختلال ګڼل کیږي او یو ځل بیا یې په انلان سیسمونو او د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو په سرورونو کې د معلوماتو د زیرمه کیدو په برخه کې د شرکتونو او دولتونو د وابستګۍ په اړه اندیښنې رامنځ ته کړي دي.
فورم \ دبحث خونه