پدې ترڅ کې اسراییل او حماس د مصر په پلازمینه قاهره کې غیر مستقیمې خبرې کوي، څو په راتلونکې کې د پولې په اوږدو کې پر یوه بل باندې دبریدونو مخنیوی وکړي. پدې ترڅ کی د اسراییلیانوغبرگون یو تر بله جلا دی.
نوریت زرفتي د بیت المقدس اوسیدونکی وایي "مونږ باید داسې کلک وهلي وای چې پوره مو ختم کړي واي. دا اوربند ددوي په گټه دی. اوربند اوس یوازې ددوي په گټه دی."
ایتزیک کوهن، یهودی اوسیدونکی بیا داسې وایي "اوربند د ټولو دپاره گټور دی. د هغو سرتیرو ژوند حیف شو چې پدې جگړه کی ووژل شول. که دوي برید کوي نو مونږ یی هم باید ځواب ورکړو څو دوي مونږ له یاده ونه باسي او وگوري چې مونږ هم دلته یو. ژوند کوو او له خپلی مبارزې هم لاس نه اخلو."
د غزې په سلهاو هغه اوسیدونکي چې د اسراییلو له خوا د بریدونو له ویرې یی خپل کورونه پرې ایښي و، د دو اویا ساعت ساعته بشري مرستو د اوربند په ترڅ کې چې د اسراییل له خوا اعلان شو بیرته خپلو کورونه ته ستانه شول. پدې کی د ترټولو ځپل شویو سیمو اوسیدونکو دپاره د خپلو ویجاړو شویو کورونو لیدل زړه بوگنونکې و.
د خان یونس په نوم کرهنیزه سیمه د اسراییلو سره نیژدې پرته سرحدي سیمه ده. ددې سیمې اوسیدونکي د اسراییل له خوا د بریدونو د پیل نه راوروسته د لومړي ځل دپاره خپلو کورونو ته ستنیږي.
احمد، ددې سیمې اوسیدونکی مونږ ته ښیي چې کور یې یو وخت په کوم ځای کې و.
هغه وایي دری پوړیزه لوي کور یی درلود خو اوس هلته هیڅ هم نشته. "دا لومړی ځل دی چې زمونږ کور ورانیږي نه پوهیږو چې ولی. هر ځلی چی جگړه پیلیږي دوی بس غواړي زمونږ کورونه را ویجاړ کړي، دلته خورا ساده خلک اوسیږي او دوی د تندلارو سره هیڅ ډول تړاو نلري.
اسراییلو پر غزې باندې خپل بریدونه څلور اونۍ مخکې پیل کړل، څو هغه تونلونه او د توغندیو د توغولو سیمی له منځه یوسي چې د هغوی په قول د حماس تندلارو استعمالولې.
تر اوسه شاو خوا دوه لکه فسطینیان په غزې کې بی ځایه شوی چې په هغو کې د یوه ملیون څلورمه برخه خلکو د ښوونېځیو په شان د ملگرو ملتونو پناه ځایونو ته پناه ور وړې ده. نورو پر سړکونو باندې خیمې وهلی دي.
هغه وایی، ام عمر النجارچې کورنۍ یئ پولې ته نږدې فارم درلود وایي د هغې کور داسې زیانمن شوی چې نور د جوړولو وړ هم ندی او هر څه پکې سوي دی.
هغه وایي "مونږ بیرته ستنیږو مونږ به خپل کور بیرته آباد کړو. دوی دا ټوله سیمه مخکې هم بمباری کړی وه او مونږ راغلو او بیرته مو آباده کړه. مونږ به دغه زیار ته دوام ورکوو. هر ځلی چې دوي زمونږ کورونه ویجاړ کړی مونږ به یی بیا آبادوو ځکه مونږ د تلو لپاره بل ځای نه لرو. مونږ به هیڅکله اسراییلو ته ددی اجازه ورنکړو چې زمونږ خاوره را څخه ونیسی."
ددی بیکوره کسانو راتلونکې نا معلومه ده . د جنگ په ختمیدو به دوی ته د کورونو د جوړولو زیار د غزې د بیا آبادولو د هڅو یوه برخه وي چې په ترڅ کې یی فلسطیني چارواکي د نړیوالې ټولنې او عربی بډایو ملکونو څخه د مرستی غږ کوي.