د لاس رسي وړ اتصالات

په کډوالۍ کې د افغانستان د میرمنو د باسکټبال ډلې یوې لوبغاړې ژوند


سهیلا حسنا رسولیان، د افغانستان د ښځو باسکټبال ملي ټیم پخوانۍ لوبغاړې
سهیلا حسنا رسولیان، د افغانستان د ښځو باسکټبال ملي ټیم پخوانۍ لوبغاړې

د افغانستان د ښځو باسکټبال ملي ټیم پخوانۍ لوبغاړې چې اوس د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې اوسیږي، وايي په خپل هېواد کې د ملي ټیم لپاره د لوبېدو یوازې خاطرې ورپاتې دي.

سهیلا حسنا رسولیان اوس د لاس انجلس په ښار کې اوسیږي چېرې چې هم درس وایي او هم په یوه پلورنځي کې کار کوي. وايي، که څه هم د امریکا په ژوند کې لږ تر لږه په امنیتي لحاظ ځان خوندي ګڼي خو زیاتوي چې د کډوالۍ ژوند یې ډېره زیاته ځوروي.

هغه دا مهال د لاس انجلس د باسکټبال په یوه لوبغالي کې تمرین ته دوام ورکوي او وايي که څه هم په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله د هیواد پرېښودو ته مجبوره شوې خو حوصله یې نده بایللې.

مېرمن رسولیان په افغانستان کې د باسکټبال د لوبې برسېره د هرات د ښاروالۍ په اداري برخه کې کار کاوه او وايي له افغانستان څخه لومړنۍ مېرمن وه چې په باسکټبال کې یې د ریفري په توګه فعالیت کړی دی.

د افغانستان د ملي ټیم دې پخوانۍ باسکټبالرې وویل: "د یوې افغانې په توګه چې اوس په امریکا کې مهاجره یم، هیڅ هویت نلرم. مخکې مې دنده لرله، ټولنیز او فرهنګي فعالیت مې کاوه. اوس مې دلته له صفر نه بلکې له صفر لاندې له سره پیل کړی دی. او دا زما دپاره ډېره زیاته سخته وه. هر څه چې مې لرل، په افغانستان کې پاتې شوي او زه ورڅخه دلته راغلې یم."

حسنا وايي، که څه هم په امریکا کې ده، خو فکر یې په افغانستان کې دی: "هر ځل چې د نجونو او خپلو پخوانیو همکارانو کوم پوسټ وینم ځورېږم او ژاړم. په افغانستان کې د پاتې نجونو بد وضعیت نشم لیدلای. طالبانو یې ښوونځي او پوهنتونونه وتړل او د کار اجازه هم نه ورکوي."

حسنا د افغانستان د پېغلو او مېرمنو د سپورت، زده کړو، کار، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو اوسني حالت او راتلونکي ته اندېښمنه ده.

دا وايي: "په تیرو کلونو کې د افغانستان د نجونو د باسکټبال ټیم هند، ایران او امریکا ته سفرونه لرله. په المپیک کې یې برخه واخیسته. زموږ بیرغ رپېده. خو متاسفانه اوس دا هیڅ هم نشته… د همدې دپاره المپیک ویلي که د ۲۰۲۴ په لوبو کې د افغانستان مېرمنې ګډون ونکړي، نارینه لوبغاړي به یې هم له لوبو حذف کړي."

حسنا وايي، په وروستي ځل د کابل له هوایي ډګر څخه د پرواز پر مهال یې د هوایي ډګر له مخې څخه د هېواد یو څو سپېره کاڼي له ځان سره را اخیستي او دلته په پردېسۍ کې د خپل هیواد مینه ورباندې ماتوي. دا اوس هیله منه ده چې په لنډ راتلونکې کې به په افغانستان کې یو مثبت بدلون راشي او دا به له ډېرو نورو افغانانو سره بېرته خپل هیواد ته ستنه شي او هلته به د نجونو د باسکټبال د ټیم لارښوده شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني سره د حسنا رسولیان تصویر؛ حسنا وايي، فکر کوي هر څه چې یې لرل، په افغانستان کې پاتې شوي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني سره د حسنا رسولیان تصویر؛ حسنا وايي، فکر کوي هر څه چې یې لرل، په افغانستان کې پاتې شوي دي.
XS
SM
MD
LG