د لاس رسي وړ اتصالات

مهاجر ماشومان د جنسي ځورونې له خطر سره مخامخ دي


مهاجر ماشومان په خاصه توګه هغه کمکیان چې اروپا ته د سفر لپاره له خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي، د انساني قاچاق او نورو ناوړو استفادو له خطر سره مخامخ دي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق احصائیې ښيي چې د منځني ختیځ او افغانستان د مهاجرینو په پرتله افریقايي ماشومان د ناوړې استفادې له جدي خطر سره لاس او ګریوان دي.

افغان، سوریایي، عراقي او د نورو جنګ ځپلو هېوادونو مهاجرین اروپا ته د رسیدو په نیت د بالکان په هېوادونو کې ایسار پاتې دي. د مهاجرینو او ماشومانو په چارو کې د ملګرو ملتونو مربوطه ادارې د صربستان له حکومت سره کار کوي څو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي.

د صربستان حکومت ژمنه کړې چې کډوالو ماشومانو ته تعلیمي اسانتیاوې برابروي.

د کاراګرانو وزیر یې زوران دجوردجیویک ویلي چې "غواړو ددغو ماشومانو لپاره چې صربستان کې انتظار دي با کیفیته تعلیم برابر کړو."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (یو ان ایج سي آر) وایې چې د ۱۷.۲ میلیونو کډوالو نیمایي برخه ماشومان دي.

د یو ان ایج سي آر د احصائیو په اساس نړۍ کې ۹۱٪ ماشومان لومړنیو ښوونځيو ته ځي خو په کډوالو کې بیا دا شمیر ۶۱٪ ده.

ډیری ماشومان له ښوونځيو څخه په بېرته ګرځېدو، له خپلو میندو او پلرونو سره اوسیږي خو د ملګرو ملتونو شمیرې ښایې چې شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ کمکيان اورپا ته د رسیدو پر لانجمنو لارو له خپلو کورنیو څخه بیل شوي او د ناوړې استفادې له خطر سره مخامخ دي.

ماشومه جوي له اېټالیا څخه اروپا ته پر لاره وه چې د قاچاق وړونکو لاس ته ولوېده: " کله چې زه دلته ورسېدم هغې (قاچاق وړونکي) سړک ته وویستلم او ما ته یې وویل چې لوڅې جامې واغونده او پر واټونو ګرځه."

مهاجر ماشومان د جنسي ځورونې له خطر سره مخامخ دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

XS
SM
MD
LG