د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې؛ ۴۵ تنه پکې سپاره وو


په کښتۍ کې ۴۵ تنه سپاره و او د لټون عملیات روان دي.
په کښتۍ کې ۴۵ تنه سپاره و او د لټون عملیات روان دي.

د ترکیې د دفاع وزارت وایي د کډوالو یوه کښتۍ چې ۴۵ تنه پکې سپاره وو، د دې هیواد په جنوب لویدیځ ساحل کې ډوبه شوې او ساحلي ګارډ په سمندر کې د ژوندي پاتې شویو کسانو پسې ګرځي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې کښتۍ تیره ورځ پنجشنبه جولای ۲۲ (چنګاښ۳۱) د کاش بندري ښارګوټي سره نږدې ډوبه شوې.

تر اوسه نده معلومه چې په کښتۍ کې د کومو هیوادونو اتباع سپاره وو. اکثریت غیرې قانوني مهاجر کوښښ کوي چې د ترکیې د لارې یونان او نورو اروپایي هیوادونو ته ځانونه ورسوي.
پدې خطرناک سفر کې د مهاجرینو ټوله اتکا په قاچاقبرانو ده. قاچاقبران کډوال په کښتیو کې د ټاکلې اندازې نه ډیر کډوال سپروي چې د کښتیو د ډوبیدو یو تر ټولو مهم دلیل هم دا دی.

په ترکیه کې اوس مهال شاوخوا ۳.۷ میلیون یوازې د سوریې کډوال ژومد کوي. ترکیې په ۲۰۱۶ کال کې د اروپایي هیوادونو سره د کډوالو د مخنیوي لپاره یوه موافقه هم لاسلیک کړله چې له مخې یې ترکیې ته د مالي مرستو تر څنګ نور امتیازات هم ورکول کیږي.
خو د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د کډوالو په برخې کې د لا ډیرو مالي مرستو غوښتنه کړې او څو ځله یې خبرداری ورکړی که اروپایي ټولنه نورې مالي مرستې ونکړي، خپلې پولې به د کډوالو پر مخ پرانیزي.

ترکیه ویره لري چې د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي یو ځل بیا دې هیواد ته افغان کډوال ورمات شي. د ترکیې جمهور رئیس په همدې اوونۍ کې وویل چې د دې موضوع په اړه د افغانستان د چارواکو سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG