د لاس رسي وړ اتصالات

له لاتینې امریکا راغلي په زرګونو غیرقانوني کډوال په واشنګټن کې بند پاتې دي


Buses of Undocumented Migrants from Texas Stall in US Capital (VOA/videograb - Iacopo Luzi)
Buses of Undocumented Migrants from Texas Stall in US Capital (VOA/videograb - Iacopo Luzi)

د امریکا له جنوبي ایالت ټکساس څخه، چې له مکسیکو سره سرحد ته نژدې دی، د لاتینې امریکا څخه د راغلیو کډوالو ډک بسونه، پلازمینې واشنګټن ته راغلي دي.

دا کډوال د ټکساس د ایالت د جمهوري غوښتونکي والي، ګریګ آبیټ په امر واشنګټن ته لېږدول شوي دي.

د ټکساس والي د متحده ایالتونو پر جمهور رئیس جو بایډن نیوکه کړې چې د مکسیکو سره د امریکا د جنوبي پولې د خوندي کولو په برخه کي یې پوره کار نه دی کړی.

د واشنګټن ښار د شورا د معلوماتو په اساس، د اپریل له میاشتې راهیسې څه باندې ۳۰۰۰ بی اسنادو کډوال له ټکساس څخه دغه ښار ته راوستل شوي دي.

دا کډوال د استوګنې لپاره ځای نه لري. ډیری یې لا تر اوسه د واشنګټن د ریل ګاډي او بسونو په عمومي تمځای (یونین ستیشن) کې پاتې دي، چیرې چې دوی له بسونو کښته کړل شوي وو.

دلته راغلي کډوالې کورنۍ په ورځو ورځو د خپلو عزیزانو په انتظار شپی او ورځی سبا کوي او یا هم مرستندویه موسسو ته سترګې په لاره دي چې کوم بل ځای ته یې انتقال کړي او یا هم د نورو ښارونو لکه نیویارک او یا هم د شیکاګو ټکټونه ورته واخلي.

له وینزویلا څخه راغلی کډوال ارنالډو بینوینو وايي ډېر څه نه غواړي، او یوازې دا تمه لري چې یوه سرپناه او د کار زمینه ورته برابره شي.

په یوه بس کې چې یونین ستیشن ته رسیدلی، پکې هغه غیر قانونې وینزویلایي کډوال شامل دي چې میاشتې مخکې امریکا ته را اوښتي دي. په دي ډله کې ډیر ماشومان هم دي.

دې کډوالو امریکا ته له رارسیدو وروسته ځانونه سرحدي پولیسو ته تسلیم کړل، چیرته چې هغوی راجستر شول او په بسونه کې کښېنول شول او اوس په واشنګټن کې د محکمی حکم ته سترګې په لاره دي.

دا کډوال وايي، د واشنګټن له اوسېدونکو خوشحاله دي؛ دوی ته یې ښه راغلاست ویلي ځینو خلکو ورسره د خوړو مرسته کړې ده.

بشر دوستانه سازمانونه وايي، تر خپل توان پورې له دغه کډوالو سره مرسته کوي.

ابیل نانیز په واشنګټن کې د (کېرسن) په نوم د خیریه موسسې رئیس دی. هغه وايي چې له موسسې سره یې دومره امکانات نشته چې دغو کډوالو ته سرپناه ورکړي. نانیز وايي: "اوس ستونزه د ځایي او فدرالي حکومت څخه د هغوی د ملاتړ نشتوالی دی چی د خلکو اړتیاوو ته ځواب ووايي."

د امریکا د کورنیو چارو وزارت ددغو کډوالو په اړه د امریکا غږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلي. خو د متحده ایالتونو د حکومت رسمي دریځ دادی چې یوازې د اعتبار وړ ویزه لرونکي کسان امریکا ته د سفر اجازه لري.

د متحدو ایالتونو په پلازمینه کې لنډمهاله استوګنځایونه ډک دي. بشردوستانه ادارې هڅه کوي چې ددغو کډوالو ښځو او ماشومانو ته لومړیتوب ورکړي، ورته ټکټونه واخلي چې د امریکا نورو برخو ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG