د لاس رسي وړ اتصالات

په بوسنیا کې د یخ ژمي له امله سلگونه کډوال د مرگ سره مخ دي- IOM


کډوال ادعا کوي چې دغه کمپ کې ځناور هم ژوند نشي کولای
کډوال ادعا کوي چې دغه کمپ کې ځناور هم ژوند نشي کولای

د کډوالو نړیواله اداره یا 'IOM' خبرداری ورکړی چې په بالقان کې د ژمي د رارسیدو سره د بوسنیا په 'وچیک' کمپ کې چې په سلگونه کډوال ایسار پاتې دي د مرگ له خطر سره مخ دي.

په دغه کمپ کې د افغانستان، پاکستان، ایران او منځني ختیځ اتباع دي. دغه کډوال غواړي ګاونډۍ کروېشیا ته چې د اروپایي اتحادیې غړی هیواد دی واوړي او له هغه ځایه د ښه ژوند په لټه کې لوېدیځې اروپا ته ولاړ شي. خو دا یو مرگونی سفر دی.

د کډوالو د نړیوالې ادارې چارواکو ویلي چې "د یخ ژمي له امله، کډوال په دې کمپ کې په څو میاشتو کې نه بلکې په څو ورځو یا اونیو کې به مړه شي."

د بوسنیا هرزګوینا پولیسو په ژمي کې د بشري ناورین د مخنوي په هدف سږکال جون میاشت کې د دغه هېواد په شمال ختیځ کې، سلګونه پناه غوښتونکي چې په نیمګړو ودانیو او تشو کورونو کې اوسیدل، راټول کړ او د وچیک په نوم کمپ ته ولیږل.

بشري حقونو د څارنې نړیوالو ډلو د وچیک په کمپ کې د وضعیت د خرابوالي له امله د بوسنیا او هرزګوینا پر چارواکو سختې نیوکې کړې دي. رپوټونه وايي چې دې کمپ ته په نږدې سیمو کې د بوسنیا د کورنۍ جګړې ماینونه لا هم پاتې دي. په دې سیمه کې پخوا ځمکه ښویېدلې وه.

افغان کډوال محمد ادریس نظیف رویترز خبري اژانس ته وویلي "مونږ هم انسانان یو. ما په سلووینیا او کوریشا کې د حیواناتو کورونه لیدلې دي چې تر دې ښه وه. خلک وایي دا کمپ دی، دا کمپ ندی، دا د انسانانو لپاره ندی جوړ شوی. په دې ځای کې حتی ځناور نه شی اوسیدلی."

د وچیک کمپ کې د بد وضعیت سر بیره چارواکو گواښ کړی چې د بیارا د کډوالو مرکز به هم په دوو اونیو کې وتړي چې د یوې پخوانۍ فابریکې په ځای جوړ شوی.

د کډوالو لپاره نړیواله اداره وایي د بیارا د مرکز تړل به یوه ناوړه پریکړه وي ځکه هغه کمپ کې ١٣٠٠ کډوال به پر هغو دوه – دوه نیم زره کډوالو ورزیات شي چې په بوسینا کې د اوسیدو مصونه ځای نلري.


کله چې هنگري او سلووینا د غیر قانوني کډوالو پر مخ خپلې پولې وتړلې بوسینا ته ډیر کډوال ولاړل.

د ٢٠١٨ کال نه راپدیخوا ۴٠ زره کډوال لویدیځې اروپا ته د تگ لپاره له بوسینا نه تیر شوي.

XS
SM
MD
LG