د لاس رسي وړ اتصالات

پر کردانو د ترکیې برید؛ د ټرمپ د ملي امنیت مشاور انقرې ته ولاړ


ترکیې د سوریې په شمال کې د کردانو پر ضد عملیات پیل کړي
ترکیې د سوریې په شمال کې د کردانو پر ضد عملیات پیل کړي

د سوریې په شمال کې د کردانو پر ضد د ترکیې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت مشاور رابرت اوبراین انقرې ته ولاړ.

ټاکل شوې چې ښاغلي اوبراین به د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو لوړ پوړیو چارواکو سره وګوري ویې هڅوي چې د کردانو پر ضد عملیات ودروي.

ښاغلی اوبراین نن چهارشنبه (اکتوبر۱۶) ترکیې ته تللی دی. ټاکل شوې چې​ چې د ولسمشر ټرمپ د ولسمشر مرستیال مایک پنس او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ترکیې ته سفر کوي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس به د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۱۷) د ترکیې د ولسمشر طیب اردغان سره ملاقات کوي.

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اعلان کړیدی چې ښاغلی پنس به د اردوغان سره په سوریې کې د اوربند او د مذاکراتو د تگلارې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلی پنس په ترکیې ته دا پیغام هم ورکړي چې تر څو اردوغان د مسلې حل و نه لټوي نو ولسمشر ټرمپ به په دغه ملک د سختو اقتصادي بندیزونو خپلې پریکړې ته ژمن ووسي.

د هغې نه وروسته چې ترکیې په سوریې کې پوځي عملیات پیل کړل، مایک پنس خبریالانو ته وویل: "امریکا ترکیې ته داسې هیڅ ډول اشاره نه ده ورکړی چې گنې په سوریې کې دې عملیات پیل کړي. ولسمشر ټرمپ پدی اړه څرگند دریځ لري. د ولسمشر طیب اردوغان سره په تیلیفوني خبرو کې ولسمشر ټرمپ دا څرگند ویلي و چې هغه دې سمدستي د اوربند تیارې وکړي".

پنس وویل چې اردوغان ورته ویلي دي چې هغوی د کردانو په ښار کوباني باندې د برید نیت نه لري.

XS
SM
MD
LG