د لاس رسي وړ اتصالات

د پخواني شوروي اتحاد وروستی رهبر میخایل ګورباچوف د ۹۱ کالو په عمر مړ شو


 
 

د روسیې خبري رسنیو د سه شنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي اتمه) خبر ورکړ چې د پخواني شوروي اتحاد وروستی رهبر میخایل ګورباچوب د ۹۱ کالو په عمر مړ شو.

د روسیې انټرفاکس، ټاس او RIA خبري رسنیو د مسکو د مرکزي روغتون‌ په حواله ویلي: "میخایل سرګیویچ ګورباچوف له جدي او اوږدې ناروغۍ وروسته نن ماښام ومړ."

ګورباچوف چې له ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۱ کال پورې په واک کې وو او ویې کړای شول د امریکا او پخواني شوروي اتحاد اړیکي له ډیر ساړه حالت څخه راوباسي، د سړې جګړې وروستی ژوندی پاتی شوی مشر وو.

نوموړی په تیرو دوو لسیزو کې هم تر ډیره په سیاست کې پاتې وو او له کرملن او سپینې ماڼۍ څخه یې غوښتل چې خپل روابط ښه کړي ځکه په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خوا د اوکراین د کریمیې سیمې تر نیولو او د روان کال په لومړیو کې د اوکراین د جګړې له پیل سره د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالي د سړې جګړې حد ته رسیدلي دي.

ګورباچوب د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې ناروغ وو او د حساس روغتیایي وضعیت له امله یې روغتون ته تګ راتګ ډیر وو. نوموړی د کرونا ویروس د خپریدو پرمهال د احتیاطي تدابیرو له امله په کور کې قرنطین کړی وو.

ګورباچوف په لودیځ کې هم مینه وال درلودل، هغه ځای چې نوموړی ته به یې له مینې د ګوربي مستعار نوم کاراوه. ګورباچوف تر ډیره په ۱۹۸۰ لسیزه کې د امریکا او شوروي د اټومي تاوتریخوالو د له منځه وړلو او همدارنګه له نورې نړۍ سره د ختیځې اروپا د اړیکو د رامنځ ته کیدو له امله مشهور وو.

نوموړي په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د امریکا د هغه وخت له جمهور رئیس رونالد ریګن سره د اټومي وسلو د تاریخي تړون د مذاکرې له امله د نوبل جایزه وګټله او تر دې یو کال مخکې د برلین دیوال د چپه کیدو پرمهال د شوروي ځواکونو د ایسار کولو له امله د هغه پریکړه د سړې جګړې د سولې د ساتلو مهم اقدام شمیرل کیده.

نوموړی د شفافیت د ترلاسه کیدو په هدف د هڅو د رهبري کیدو او عمومي بحث له امله چې د شوروي د امپراطوري ړنګیدل یې ګړندي کړل، په غرب کې اتل ګڼل کیده.

ګورباچوب همدارنګه په افغانستان کې تر شاوخوا لس کاله حضور وروسته، شوروي ځواکونو له هغه هیواد څخه وایستل.

پوتین سره ترینګلي اړیکي

ګورباچوب د روسیې د لومړي رهبر په توګه له ۹۰ کالو دیر عمر وکړ او د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن او د جرمنې د پخوانۍ صدراعظمي انګلا مرکل په ګډون د نړۍ مشرانو هغه ته د ۹۰ کلیزې په مناسبت مبارکي ویلې وه.

په کور دننه ګورباچوب یوه جنجالي څیره وه او د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره یې پیچلي روابط درلودل.

پوتین او اکثریت روسان د شوروي اتحاد ړنګیدل یوه تراژیدي بولي او وایي‌ چې په دې کار سره نه یوازې د یوې لسیزې لپاره بیوزلي رامنځ ته شوه بلکې په نړیواله کچه د روسیې موقف هم کمزوري شو.

د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته بوریس یلسن د ګورباچوف ځای ناستی شو او نوموړی د شوروي اتحاد له ختمیدو وروسته د روسیې لومړی جمهور رئیس شو.

له هغه راوروسته ګورباچوف څنډې ته شو او هغه تر ډیره ځان په تعلیمي او بشري پروژو کې مصروف کړ.

نوموړي په ۱۹۹۶ کال کې هڅه وکړه چې بیا سیاست ته راشي او ځان یې د جمهوري ریاست ټاکنو ته کاندید کړ خو یوازې یې ۰.۵ سلنه رایې ترلاسه کړې.

ګورباچوف په تیرو څو کلونو کې د پوتین له خوا د خپلو لویو لاسته راوړنو د له منځه تلو شاهد پاتې شوی وو.

هغه د روسیې د مخکښې خپلواکې ورځپاڼې نووایا ګازیتا د ملاتړ په هدف د خپلې نوبل جایزې یوه اندازه پيسې دغه رسنۍ ته د کمپیوټرونو د اخیستلو لپاره ځانګړې کړې وې.

خو یاده ورځپاڼه د نورو روسي رسنیو په شان د پوتین د دوو لسیزو واکمنۍ پرمهال د زیاتیدونکي فشار سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG