د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې د پاکستان په پوځ برید شوی


په برید کې ۲ پاکستاني امنیتي ځواکونه ټپي شوي هم دي.
په برید کې ۲ پاکستاني امنیتي ځواکونه ټپي شوي هم دي.

د پاکستان پوځ وایي وسله والو د بلوچستان ایالت په امنیتي ګزمې برید کړی او په ډزو کې یو عسکر وژل شوی.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې په ځوابي ډزو کې درې وسله وال هم وژل شوي.په اعلامیې کې ویل شوي چې پیښه نن شنبه اګست ۱۴ (زمري ۲۳) د لورلایي په سیمه کې شوې.

په ډزو کې دوه امنیتي ځواکونه ټپي شوي هم دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د امنیتي ځواکونو په موټرو د برید کولو ادعا نده کړې خو پخوا پدې ولایت کې بلوڅ بیلتون غوښتونکو د دا شان بریدونو د کولو ادعا کوله.

د بلوڅ بیلتون غوښتونکو تر څنګ د پاکستاني طالبانو غورځنګ ډله هم پدې ولایت کې شتون لري.

په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو دا ډول بریدونه نوي ندي بلکې بلوڅ بیلتون غوښتونکي د پخوا راهیسې د پاکستان نه د خپلواکۍ د اخیستو لپاره جنګیږي.

په ۲۰۱۹ کې وسله والو کسانو په بلوچستان کې په یو عصري هوټل برید وکړ چې په کې چینایي انجینران اوسیدل. دغو چینایانو د ګوادر بندر په پروژې کې کار کاوه.

د ۲۰۰۰ کال په جون میاشت کې بلوچ جلاغوښتونکو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسهامو په بازار چې یوه برخه یې په چین پورې مربوطه ده برید کړی و.

XS
SM
MD
LG