د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راهیسې پاکستان کې د وسله والو بریدونه ډیر شوي


په پاکستان کې چارواکي وایي د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا چې په افغانستان کې طالبانو واک تر لاسه کړی، پدې هیواد کې د وسله والو ډلو بریدونه ډیر شوي.

پاکستاني چارواکو پنجشنبه اکټوبر ۲۰ (تلې۲۸) ویلي چې پدې بریدونو کې ۴۵۰ تنه وژل شوي چې ډیر یې ددې هیواد د امنیتي ځواکونو غړي و.


اسلام آباد وایي چې د وسله والو ډلو د بریدونو د ډیروالي علت په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدل دي ځکه د پاکستان ضد وسله وال هلته پټ دي او د هماغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د روان ۲۰۲۲ کال په لومړنیو ۹ میاشتو کې نږدې ۳۵۰ سرتیري او د نورو امنیتي ځواکونو غړي په سلګونو بریدونو کې وژل شویدي.

د اکثریت دې بریدونو ادعا یا د پاکستاني طالبانو غورځنګ کړې او یا یې ملامتي پرې اچول شوې.

د پاکستان امنیتي چارواکو د بریدونو د ډیروالي په هکله امریکا غږ ته وویل چي یوازې د خیبر پښتونخوا په ولایت کې ۹۶ سرتیري په بریدونو کې وژل شوي او ۲۸۰ نور یې ټپي شوي.

د همدې ولایت د پولیسو ریاست هم ویلي چې پدې مودې کې ۸۲ غړي د د وسله والو په بریدونو کې وژل شویدي.

چارواکو همدرانګه ویلي چې نور پاکستاني سرتیري او امنیتي پرسونل د بلوچستان په نارام ولایت کې وژل شوي. دلته بلوڅ بیلتون غوښتونکو امنیتي ځواکونو ته کمین نیولو او بریدونو ته زور ورکړی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو هم د وسله والو ډلو په خلاف عملیات ډیر کړي او د سلګونو کسانو د وژلو ادعاوې یې کړیدي.

خو د دې بریدونو د ډیروالي سره سره، د پاکستان یو پوځي چارواکي امریکا غږ سره په مرکې کې دا خبره رد کړله چې ګنې پدې هیواد کې د وسله والو ډلو فعالیت ډیر شوی بلکې برعکس یې ادعا وکړله چې د ترهګرۍ پر ضد د د څو کالونو مبارزې کولو له کبله په هیواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی.



XS
SM
MD
LG