د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان کې د وسله والو مخالفت ۶۰۰۰ ماشومان د پولیو ضد له واکسین محروم کړل


د نورستان ولایت کې وسله والو ډلو په یوې ولسوالۍ کې د ګوزڼ ضد واکسین مخالفت کړی چې له کبله یې شبږ زره ماشومان له دغه واکسین څخه بې برخې پاتې شوي دي.

د نورستان عامې روغتیا رییس ډاکټر ذکي الله ستوری وايي چې په دغه ولایت کې له تېرو درې ورځو راهیسې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی او تر اوسه د نورستان له اوو ولسوالیو نه یې په شپږو کې په بریالتوب تر سره شوی دی.

نوموړی وايي: "۴۳۹۶۷ماشومان زموږ هدف دی خو په منډول ولسوالۍ کې د وسله والو د مخالفت له کبله تر شبږ زره زیات ماشومان له واکسینه پاتې کېږي."

هغه وايي چې د کونړ په ګاونډ او ختیځ کې د ډیورنډ له کرښې هغې غاړې چترال سره تګ راتګ یې پر پولیو د اخته کېدونکو ماشومانو خطر زیات کړی دی.

نورستان کې ځینې ځايي خلک وايي چې د امنیتي ستونزو له کبله رضاکاران لرې پرتو سیمو ته له ډاره نه ورځي.

که څه هم وړاندې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د واکسین کمپاینونه بند کړي وو، خو په ډېرو سیمو کې یې بېرته اجازه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG