د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان یو زندان کې وسله والو امنیتي ساتونکي یرغمل کړي


د خیبر پښتونخواه د بنو یو زندان کې لسګونو وسله والو چې د ترهګرۍ ضد پولیسو سره بندیان دي، یکشنبه ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) د دې زندان د امنیتي ساتونکو څخه وسلې اخیستې او هغوي یې یرغمل کړي.

وسله والو له پولیسو څخه غوښتي که ژوندي پاتې کیدل غواړي، باید هغوی پریښودل شي چې په خوندي توګه افغانستان ته واوړي. د پاکستان د امنیتي ادارې یوې سرچینې او د سیمې اوسیدونکو امریکا غږ ته دا پیښه تائید کړې.

سرچینو ویلي په زندان کې بندیانو چې شک پرې دی د وسله والو ډلو غړي به وي، د تحقیقاتو په وخت د پولیسو څخه وسلې واخیستې او د همدې زندان د یوې بلې برخې څخه یې ګڼ شمیر "مشهور ترهګر" چې دقیق شمیر یې ندی معلوم خوشې کړل.

د پاکستان پوځ او کمانډو په سمدستي توګه سیمې ته رسیدلي او د زندان ودانۍ یې کلابنده کړې.

د خیبر پښتونخوا د حکومت یو ویاند یکشنبه ناوخته په یوې اعلامیې کې تائید کړه چې په زندان کې وسله والو د تحقیق پر وخت د امنیتي ځواکونو څخه وسلې اخیستې او دا چې د یرغمل نیونکو لخوا خوشې شوي بندیان هم کلابند شوي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

یوه ویډیو چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې پکې ښودل کیږي چې په زندان کې دننه ګڼ شمیر وسله وال پداسې حال کې ولاړ دي چې یو ټپي یې هم په خوا کې ناست دی او ګمان کیږي چې د زندان ساتونکی به وي.

په ویډیو کې یو تن چې وسله ورسره دی او مخ یې پټ دی د پاکستان د حکومت څخه غواړي چې په سمدستي توګه دې پریښودل شي چې افغانستان ته ولاړ شي او خبرداری یې ورکړی که غوښتنې یې ونه منل شي، ټول یرغمل شوي کسان به ووژني.

خو خپلواکو سرچینو نده تائید کړې چې آیا دا ویډیو ریښتینې ده که نه.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې په زندان کې د امنیتي کسانو د یرغمل کولو ادعا نده کړې خو د دې پیښې څخه وړاندې بنو سره نږدې د لکي مروت په ښار کې وسله والو چې ښه په وسلو سمبال و، د پولیسو په یو مرکز برید وکړ او ۹ پولیس یې ووژل.

XS
SM
MD
LG