د لاس رسي وړ اتصالات

د مدني اعتراضونو پرمهال د امریکا د پوځ چلند تر څار لاندی دی


د واشنګټن د مظاهرو پرمهال د پوځ غړي
د واشنګټن د مظاهرو پرمهال د پوځ غړي

وروسته له هغه چې تور پوستی امریکايي جورج فلویډ د پولیسو په قید کې مړ شو او په دې هیواد کې پراخې مظاهرې پیل شوې، له مظاهره کوونکو سره د امریکا د پوځ چلند تر جدي څار لاندې نیول شوی دی.

ددغو مظاهرو له دوام او د نارامیو په زیاتیدو سره، جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی وو که ایالتي چارواکي ونشي کړای نارامۍ اداره کړي ، نو دی به ښارونو ته زرګونه پوځيان واستوي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانۍ قومندان جنرال جوزف وټل چې اوس د پنسلوینیا پوهنتون د اجرایوي بورډ غړی دی امریکا غږ ته وویل له کورنیو سیاسي مسایلو څخه لرې پاتې کیدل د پوځ یو مهم اصل دی.

څو جګپوړو افسرانو د ولسمشر له خوا ښارونو ته د پوځیانو د استولو د خبرداري په اړه څرګندونې کړي، هغه اقدام چې یوازې په ډیرو مهمو حالتونو کې کیږي.

دفاع وزیر مارک اسپر ویلي دي چې د ځواک د کارولو په اړه په خپل نظر پيښمانه شوی او میلي هم د مظاهرو سیمې ته له ولسمشر سره تګ یوه تیروتنه بللې ده.

لوی درستیز جنرال مارک میلي وویل:" زه باید هلته نه وای. په هغه سیمه کې زما حضور او هغه فضا چې رامنځ ته شوی وه داسې یو احساس رامنځ ته کړ چې پوځ په کورنیو سیاستونو کې دخیل دی."

په داسې حال کې چې د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنو ته له پنځو میاشتو څخه کمه موده پاتې ده یو شمیر اندیښنه لري چې د کورنیو مسایلو په اړه به د پوځ د رول په اړه اوسني بحثونه وروستي نه وي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د امریکا په ډېرو ښارونو کې له څو ورځو راهېسې مظاهرې روانې دي. مظاهرې له هغه وروسته پیل شوې چې یو تورپوستی امریکایي جورج فلوډ د پولیسو په توقیف کې مړ شو.

مظاهره کوونکي دا تبعیضي چلند بولي او د عدالت غوښتنه کوي. د جورج فلوډ د مرګ په پېښه کې دخیل تورن څلور پولیس له دندو شړل شوي او نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG