د لاس رسي وړ اتصالات

د ظاهر قدیر ملیشې اچین ولسوالۍ ته ورسیدې


دولسي جرګې دلومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر په مشرۍ لسګونه کسان اچین ولسوالۍ ته رسیدلي چې هغه وسله واله ډله له منخه یوسي چې ځان د اسلامي ولت یا داعش بولي.

دغه ملیشې چې په سپکو او درنو وسلو سمبالې دي، د ولسوالۍ په یوې امن سیمې کې ځای پر ځای دي او وایي د امر سره سم به د داعش د جګړه مارانو په خلاف عملیات پیل کړي.

بل پلو د ننګرهار ولایتي چارواکي داه ملیشې هغوي سره د مشورې پرته سیمې ته استول شویدي. د ننګرهار والي سلیم خان کندزي امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل " د دغو ملیشو د لیږلو او یا د عملیاتو د هماهنګۍ په هکله زمونږ سره هیڅ مشوره نده شوې. ښبه وی چې دا کار زمونږ سره په مشورې شوی وای."

په همدې حال کې په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي او د جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر تیره ورځ تور لګولی و چې " د داعش ملاتړي په کابل کې دي. " ښاغلي قدیر همدارنګه د افغانستان د ملي امنیت په شورا تور لګولی و چې " د داعش سره ملاتړ کوي"

خو د ملي امنیت شورا د ظاهر قدیر دغه څرګندونې " بې اساسه " وګڼلې. د ملي امنیت د شوار ویاند تواب غورځنګ امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل " ښاغلی قدیر غواړي چې شخصي ملیشو جوړولو ته مشروع لاره جوړه کړي. "

د ظاهر قدیر د څرګندونو په ځواب کې د افغانستان حکومت خبرداری ورکړ "هغه کسان چې د افغانستان پر امنیتی ځواکونو ناسم تورونه لگوي دوی به د جدي او قانوني برخورد سره مخامخ شي."

د ملی امنیت عمومی رئیس رحمت الله نبیل هم پر دې ناسمو تورونو د کلکې نیوکې په ترڅ کې وویل چې " افغان پوځي ځواک د نوي کال د نویو جنگونو دپاره د چمتووالی په حال کې دي او پدې حالت کې امنیتي ځواکونه ملاتړ، او تقویت ته اړتیا لري."

د نبیل څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:31 0:00

د کورنیوچارو وزیر، د ملی امنیت ر ئیس او د افغانستان د پوځي ځواکونو لوي درستیز د یوه گډ خبري کنفرانس په ترڅ کې ټینگار درلودچې دا ناسم تورونه د امنیتی ځواکونو څخه د هیواد د ساتنې او دفاع روحیه له منځه وړي.

دا لوړ رتبه امنیتي چارواکي وايي په اوسمهال کې د افغانستان امنیتي ځواکونه د هیواد په نهو برخو کې د مخالفو ترهه گرو ډلو سره په جگړې کې ښکیل دي او پدې موده کې د طالبانو ترڅنگ یی د داعش د ډلې څلور سوه اتیا جنگیالی هم له منځه وړي دي. د ملي امنیت رئیس پدې اړه زیاته کړه.

د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې د لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر څرګندونو ته په اشارې وویل "پکار ده چې داسې بې مسؤلیته څرګندونې ونشي او که کیږي هم باید چې ثابته شي. "

د کورنیو چارو د وزیر څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:38 0:00

XS
SM
MD
LG