د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري‌ ملتونه: تیر کال د نړۍ ۲۵۸ میلیون خلکو بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لرله


پر اړمنو کسانو د خوراکي توکو ویش
پر اړمنو کسانو د خوراکي توکو ویش

د ملګرو ملتونو تازه رپوټ چې نن چهارشنبې د مې درېمه ( غوايي ۱۳) خپور شو ، ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په ۵۸ هېوادونو کې ۲۵۸ میلیونه خلکو د جګړې، اقتصادي کړکیچ او اقلیمي ناورینونو له امله بیړنيو خوراکي مرستو ته اړتیا لرله.

په رپوټ کې راغلي چې له دغه ډلې څخه ۴۰ سلنه خلک د افغانستان په ګډون په جګړه کې د ښکیلو هېوادونو لکه د کانګو ډموکراټیک جمهوریت، ایتوپیا ، نایجریا او یمن کې ژوند کوي.‌

د ملګرو ملتونو د سازمان دغه رپوټ وايي چې د څلورم پرله پسې کال لپاره، خوراکي‌ توکو ته د اړمنو کسانو شمېر مخ په لوړیدو دی، هغه څه چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ورته په نړۍ کې د لوږۍ د ختمیدو په لاره کې ددغه سازمان د موخو په ترلاسه کولو کې "د بشریت ماتې" ویلې ده.

نوموړي‌ وویل: " په نړۍ کې د یو میلیارد د څلورمې برخې څخه ډیر خلک اوس له شدیدې لوږې سره مخ دي، او ځینې نور بیا د لوږې سره د مخامخ کېدو په درشل کې دي. دا د منلو وړ نه ده."

همدا راز تیره میاشت د چاپیریال ساتنې د پوهانو یوې نړیوالې ډلې وویل چې د انساني فعالیتونو له امله اقلیمي بدلونونو، د افریقا د ښکر هیوادونو (ایتوپیا، سومالیا او کینیا) کې وچکالي نږدې دوه چنده زیاته کړې ده.‌

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي‌ چې د نړۍ په ۵۸ هېوادونو کې تر پنځو کلونو کښته، نږدې ۳۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.‌

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې اړه وویل: "د لوږۍ او خوارځواکۍ سره د مبارزې په موخه بشري مرستې د هغه څه په پرتله چې ورته اړتیا شته، بې رنګه کیږي."

د اوکراین د جګړې اغیزې

د ملګرو ملتونو په دغه تازه رپوټ کې راغلي دي‌ چې جګړې، اقتصادي کړکیچ او اقلیمي بدلونونه په ۲۰۲۲ م کال کې د خوراکي توکو د کړکیچ لوی لاملونه وو.‌

همدا راز په رپوټ کې د کوویډ-۱۹ وبا پراخه اغیزې، د اوکراین جګړه او پرله پسې وچکالۍ د خوراکي توکو د کرکیچ نور لاملونه ګڼل شوې دي.‌

په رپوټ‌کې پر اوکراین د روسیې د تیرکال پوځي یرغل د غنمو او جوارو د محصولاتو د کمي لامل ګڼل شوی دی. دغه دواړه هېوادونه د نړۍ د اړتیا وړ یو پر درېمه برخه غنم برابروي. رپوټ وړاندې لیکلي چې د روسیې له خوا د اوکراین د کرهنیزو محصولاتو د صادراتو مخنیوی په نړیواله کچه د خوراکي توکو د بحران خطر زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه رپوټ‌ پداسې حال کې خپریږي چې تیره میاشت ددغه سازمان چارواکو او نورو غیر دولتي موسسو خبرداری ورکړ چې د اقلیمي بدلونونو، وچکالیو او جګړې له امله د افریقا په لویه وچه کې د لوږۍ له کبله د انسانانو د مړینې شمېرې مخ په لوړیدو دي.‌

دا پداسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د اکسفام موسسې ویلي چې په ایتوپیا، کینیا او سومالیا کې په منځنۍ توګه پر هرو ۳۵ ثانیو کې یو کس د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

XS
SM
MD
LG