د لاس رسي وړ اتصالات

د جګړو له کبله تېر کال نړۍ کې ۸۲ میلیون خلک بېځایه شوي


ملګري ملتونه وايي‌ په افغانستان کې هم په څو میاشتو کې ۱۰۰زره خلک د جګړو له کبله بېځایه شوي دي
ملګري ملتونه وايي‌ په افغانستان کې هم په څو میاشتو کې ۱۰۰زره خلک د جګړو له کبله بېځایه شوي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وايي په ۲۰۲۰ کې د جګړو، خشونت، بشري حقونو د نقض او تبعیض له کبله ۸۲.۴ میلیون خلک مجبور شوي چې خپل کورونه او سیمې پرېږدي.

دغې ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي دي‌ چې د ۲۰۱۹ په پرتله په ۲۰۲۰ کې د بېځایه شویو خلکو شمېر څلور سلنه زیات شوی دی. دانهم پرلپسې کال دی چې د خلکو جبري شړل زیاتیږي.

د دغو څه باندې ۸۲ میلیون بېځایه شویو له ډلې څخه ۲۶.۴ میلیون یې له نړیوالو سرحدونو څخه اوښتي او نورو هېوادونو ته یې ځانونهرسولي چې سرونه خوندي کړي.

خو د بېځایه شویو اکثریت یې داخلي کډوال دي‌ چې د جګړو او خشونت له کبله یې خپل کورونه او سیمې پرېښي او تښتېدلی ‌دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي‌ کمېشنر فلیپو ګراندي وویل چې په تېرو لسو کلونو کې د داخلي بېځایه شویو شمېر دوه برابره زیاتشوی دی.

ښاغلي ګراندي وویل: «موږ اوس د بشریت یوه سلنه برخه چې جبري بېځایه شوي لرو. د بېځایه شویو ۴۲ سلنې یې ماشومان دي...»

د ملګرو ملتونو د دغه راپور په اساس د بېځایه شویو کډوالو، چې نورو هېوادونو ته یې پناه وړې، دوه په درېیمه برخه یې ‌د پنځو هېوادونوسوریه، وینزویلا، افغانستان، جنوبي سودان او میانمار وګړي دي.

دا مهال په ترکیه کې تر ټولو ډېر مهاجرین ژوند کوي چې کولمبیا، پاکستان، یوګندا او جرمني په ترتیب سره یو په بل پسې د مهاجرینوکوربانه دي.

هغه وویل چې تېرکال په موزمبیق کې د جګړو، غربت، جنګسالارۍ، وچکالۍ او نورو ستونزو له کبله ۷۰۰زره خلک بېځایه شوي دي.‌ همدغهراز په شمالي ساحل کې د بورکینا فاسو، نایجیر او مالي‌ په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې ۷۵۰زره خلک بېځایه شوي ‌دي.

هغه د بېځایه شویو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او وویل چې دا بحران ورځ په ورځ زیاتېږي.

دا په داسې حال کې دي چې څه موده مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) وویل چې د روانکال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۰۰زره کسان د جګړو له امله بېځایه شوي دي.

د اوچا د راپور په اساس دغه کسان په کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، غور، ارزګان،ننګرهار، کونړ، لغمان، پروان،پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې بېځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG