د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دیش د جماعت مجاهدین ډلې ۷ غړي په مرګ محکوم شول


د ډهاکې په پيښه کې د تورنې ډلې یو غړی له محکمې څخه د وتلو پر مهال
د ډهاکې په پيښه کې د تورنې ډلې یو غړی له محکمې څخه د وتلو پر مهال

په بنګله دیش کې له ترورزیم سره د مبارزې ځانګړې محکمې د بنګله دیش د جماعت مجاهدین اوو غړیو ته د ډاکې په رستورانتونو کې د حملو د پلان او تنظیمولو په جرم د مرګ سزا اورولې ده.

د ۲۰۱۶ کال د جولای په لومړۍ نیټه د دغې تندلارې اسلامي ډلې پنځو غړیو د ډاکې په یو رستوران باندې حمله کړې وه او ګڼ شمیر کسان یې د ۱۲ څخه ډیرو ساعتونو لپاره یرغمل کړي و. د پيښې په پای کې یې د دغو کسانو له ډلې ۲۲ کسان وژلي هم و چې ډیری یې بهرنيان و.

په وژل شویو کسانو کې یو د امریکا، اوه د جاپان، نهه د ایټالیا او یو بل یې د هند وګړي و. په دغه پیښه کې برید کوونکي هم د بنګله دیش د کمانډو ځواکونو په ډزو کې وژل شوی و.

څارانوالان وایي چې دغه اوه کسان د دغې حملې په تنظیمولو کې لاس درلود چې پر دوی لګیدلي تورونه ثابت شول. یوازې اتم کس چې پرې د پیښې د تنظیم شک و، بیګناه ګڼل شوی.

XS
SM
MD
LG