د لاس رسي وړ اتصالات

د ټانګ ضد ماین چاودنې کې د اذربایجان دوه خبریالان وژل شوي


په آذربایجان کې چاراکي وایي دوه خبریالان او یو سمیه ایز چارواکی په هغې ولسوالۍ کې وژل شوي چې تېر کال د ناګورنو قره باغ په جګړې کې د آذربایجان پوځ د ارمني بیلتون غوښتونکو نه بیرته نیولې وه.

د آذربایجان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې "یو لارۍ موټر د کلبجار ولسوالۍ د سوسوزلګ په کلي کې د ټانګ ضد په ماین الوځول شوی."

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دواړو خبریالانو د دولتي خبري اژانس او تلویزیون سره کار کوه. او درېیم وژل شوی کس د سیمې یو چارواکی دی خو نور معلومات يې په هکله ندي ورکړل شوي.

په چاودنې کې څلور تنه ټپي شوي هم دي.

د آذربایجان او ارمنستان تر منځ تېر کال د سپټمبر په میاشت کې د ناګورنو قره باغ په جنجالي سیمې کې د شاوخوا دوه اوونیو لپاره جګړه وشوه چې څه باندې ۶۰۰۰ کسان پکې د دواړو خواوو نه ووژل شول.

خو وروسته د روسیې په منځګړتوب اوربند وشو او جګړه پای ته ورسیده.

خو په سیمه کې مسؤلین وایي چې د مخامخ جګړې د پای ته رسېدو نه وروسته هم ګڼ شمېر کسان د ماین په چاودنو کې وژل شوي. د آذربایجان حکومت وایي د جګړې د پای ته رسېدو راپدیخوا اووه عسکر او ۱۵ عام خلک د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي او ۱۰۶ نور ټپي شویدي.

د آذربایجان پوځ تېره میاشت اعلان وکړ چې د ارمنستان شپږعسکر یې پداسې حال کې ونیول چې د پوستو په لارو کې یې ماینونه ایښودل خو ارمنستان دغه تورونه رد کړیدي.

د پخواني شوروي اتحاد په سیمو کې ناګورنو قره باغ غرنۍ سیمه هغه ځای دی چې تر ټولو ډیر ماینونه پکې ښخ شويدي.

د آذربایجان او ارمنستان ځواکونو د ۱۹۹۰ لسیزې په خونړۍ جګړې کې ددې وسلې نه د یو بل پر ضد کار اخیسته.

XS
SM
MD
LG