د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې لیونیو سپيو 'اته تنه مړه کړي او زرګونه نور یې' داړلي


د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وايي، له دوی سره د روان میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله د لیوني سپي داړلو ۵۱۷۱ پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر د یکشنبې په ورځ ناوخته مۍ ۲۹ (غبرګولې اتمه) رسنیو ته په یو لېږلې پیغام کې ویلي چې له یادو پېښو څخه ۳۱۲۱ یې د نارینو ۹۵۲ یې د ښځینه او ۱۰۹۶ یې د ماشومانو اړوندې دي.

د نوموړي په خبره د سپي داړلو ناروغیو له امله اته تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړې ده: "اوس مهال موږ ۱۸۰۰ ډوزه واکسین لرو. د روغتیا نړیوال سازمان او ماشومانو د ملاتړ صندوق سره چې مو کومې خبرې لرلې، هغوی د رابیس واکسین په اړه ډاډ راکړی دی چې له افغانستان سره به په نژدې وختونو کې مرسته وشي."

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د ۲۰۲۰ میلادي کال په اوږدو کې په افغانستان کې د سپي داړلو یا (رابیس) ناروغیو ۸۵۰۳ پېښې او په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۳۵۵۰ پېښې ثبت شوي دي.

د بیزو دانې ناروغۍ پېښې

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په کابل او نیمروز ولایتونو کې د بیزو دانې ناروغیو د مشکوکو پېښو ثبتېدو خبر ورکوي او وايي چې په دې اړه څېړنې کوي.

د روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وویل: "په کابل او نیمروز کې چې زموږ د سرویلانس ټیمونو لخوا یو شمېر پېښې کشف شوي دي، هغه مشکوکې پېښې دي او تر دا مهاله هیڅ یوه قطعي پېښه نه ده ثبت شوې."

ښاغلي هژیر زیاته کړه چې تر دا مهاله په دغو ولایتونو کې د بیزو دانې ناروغیو کره شمېر نلري، خو زیاته یې کړه چې دغه ناروغان اوس مهال تر جدي درملنې لاندې دې او قرنطین شوي دي.

دغه ویروس ته ځکه د بیزو دانې وايي چې په لومړي ځل بیزوګان پرې اخته شول.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي تر اوسه په شاوخوا ۲۰ افریقایي، اروپایي او امریکایي هیوادونو کې د دغه ویروس سلګونه ېښې تائید شوي او شاوخوا ۱۰۰ نورې مشکوکې یې ثبت شوې دي. اکثریت دا پېښې په اروپا کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي چې د دغه ویروس په اړه مراقبت زیات کړي. په دغه ویروس د اخته کسانو ناروغي سخته نه ده ګڼل شوې.

دا ویروس له یو انسان څخه بل ته انتقالېږي او د انتقال لویه وسیله یې د انسانانو ترمنځ فزیکي او جلدي تماس ګڼل شوی.

XS
SM
MD
LG