د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: طالبانو هیڅ امنیتي منسوب نه دی خوشې کړې


افغان حکومت وايي، د لوی اختر په مناسبت یې ۳۵ طالب بندیان خوشې کړي دي.
افغان حکومت وايي، د لوی اختر په مناسبت یې ۳۵ طالب بندیان خوشې کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د لوی اختر په مناسبت د ۳۵ بندیانو د خوشې کیدلو اعلان یوازې تبلغات بللي او ویلي دي، په تیرو ورځو کې هیڅ یو افغان امنیتي منسوب د طالبانو له خوا نه دی خوشې شوی.

طالبانو د زمري په ۱۹ مه په یوه اعلامیه کې د لوی اختر په مناسبت د خپل مشر ملاهبت الله اخوند په امر د خوست، ارزګان او سرپل په ولایتونو کې ۷۶ جنګي بندیانو د خوشې کیدلو خبر ورکړی وو.

طالبانو ویلي وو، چې د لوی اختر په مناسبت دغه بندیان خوشې شوي او په راروانو ورځو کې به نور بندیان هم په نورو ولایتونو کې د دغې ډلې له توقیف ځایونو څخه خوشې شي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې وروستیو ورځو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ کوم منسوب طالبانو له خوا نه دی خوشې شوی.

د کورنیو چارو وزارت اعلامیه وایي" د پلټنو وروسته او هغو معلوماتو له مخې، چې د مختلفو ولایتونو څخه راټول شوي... تراوسه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ کوم منسوب په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو له خوا نه دی خوشې شوی".

د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ټینګار شوی، که طالبانو " رښتیا" د افغان امنیتي ځواکونو د خوشې کولو پریکړه کړي وي، نو باید د ازاد شوو بندیانو د نومونو د لیست په خپرولو سره دې د افغانستان خلک خبر کړي.

افغانستان ملي امنیت ریاست ویلي، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په امر یې د دغه ریاست د توقیف ځای څخه د سولې د بهیر د پرمختګ او د ښه نیت د ښودلو لپاره په لوی اختر کې ۳۵ طالب بندیان خوشې کړي دي.

XS
SM
MD
LG