د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیسو د ۱۴۶ افسرانو دوسیې څارنوالۍ ته سپارل شوي


د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، نجیب دانش

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست د اختلاس، بډو او له دندې څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په تور د څلورو جنرالانو په ګډون د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۶ افسرانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته سپارلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش رئیس ضیا کوهستاني وایي چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې د کورنیو چارو وزارت اړوند ۵۴۰ جرمي پیښې څیړلې دي.

هغه وویل "۱۲۵ جلده دوسیې چې په کې څلور جنرالان،۹۰ لوړپوړي افسران، ۵۲ ساتنمنان او شپږ لوړپوړي ملکي مامورین شامل دي د دوی دوسیې په مختلفو مواردو کې لکه له دندې څخه ناوړه ګټه اخیستنه، اختلاس، بډۍ او نور منفي مسایل چې موجود وو، بشپړې شوي او څارنوالۍ ته سپارل شوي دي".

ښاغلي کوهستاني دغه راز وویل، چې په دې موده کې یې د حکومت د شپږو لوړپوړو ملکي مامورينو دوسیې هم څارنوالۍ ته سپارلي او همداشان د پولیسو ۱۳۰ افسرانو ته، چې له عسکري قوانینو څخه یې سرغړونه کړې وه، سزا ورکړل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش عمومي رئیس زیاته کړه، چې په دغه وزارت کې د اداري فساد اړوند په یو شمیر نورو لویو دوسیو هم څیړنې روانې دي.

د افغانستان ولسي جرګه د کورنیو چارو وزارت له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او دا د اصلاحاتو او شفافیت په راوستلو کې نیک اقدام ګڼي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي امریکا غږ آشنا ته وویل "دا یو نیک اقدام دی، خو په شرط د دې چې واقعاً هغه مجرمین چې په بډو کې یا په رشوت اخیستلو کې لاس وي، یا له وظیفې څخه یې ناوړه استفاده کړې وي، دغه اشخاص وي، په دې برخه کې موږ د حکومت له دې اقدام هرکلی کوو".

د ولسي جرګې دویم مرستیال زیاته کړه، چې نه یوازې په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوستل اړین دي، بلکې په ټول امنیتي او دفاعي سکتور کې باید اصلاحات راوستل شي.

ښاغلي احمدزي په دې برخه کې پر مکافاتو او مجازاتو ټینګار وکړ او وې ویل، که له یوې خوا مجرمینو افسرانو ته سزا ورکول کیږي له بلې خوا باید هغو امنیتي او دفاعي منسوبینو ته چې له ځان څخه وړتیا ښيي، مکافات ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو د راوستلو لړۍ پیل کړې او په دې برخه کې یوه ستراتیژي هم جوړه کړې، چې له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه وزارت د فساد زړه بللی وو او په دغه وزارت کې یې پر جدي اصلاحاتو ټینګار کړی وو.

XS
SM
MD
LG