د لاس رسي وړ اتصالات

روسيې په اوکراین کې په ملکي ودانیو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی


د اوکراین د استوګنې پر سیمو د روسیې لخوا راکټي بریدونه دوام لري.
د اوکراین د استوګنې پر سیمو د روسیې لخوا راکټي بریدونه دوام لري.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي، نن چهارشنبه د مارچ ۲۲مه (وري دوهمه) د ټلګرام په شبکې کې یوه ویډیو خپره کړه چې د زاپوریژیا په سویل ختیځ ښار کې پر یوې ودانۍ د روسیې لګېدلي توغندي ښودل کیږي.

که څه هم ددغه راکټي برید د مرګ ژوبلي په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، خو د روسیې له خوا دغه برید یواځې څو ساعته وروسته له هغه ترسره کیږي چې د جاپان صدر اعظم له پلازمېنې کیف څخه خپل رسمي سفر پای ته ورساوه.

د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي لخوا ټلیګرام کې خپره شوې ویډیو چې د 'سي سي ټي وي' کامرې پر مټ اخیستل شوې، هغه شیبه ښيي چې یو روسي توغندی د ګڼې ګوڼې ډک واټ په اوږدو کې د استوګنې پر یوه نهه پوړیزې ودانۍ لګیږي.

اوکرایني رسنیو د پیښې له ځای څخه داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي ددغه نهه پوړیږې ودانۍ څو پوړونه ویجاړ شوي او د اور لمبې ورڅخه پورته کیږي.

په ورته وخت کې د روسیې له خوا د زاپوریژیا د اشغال شوې برخې یو سیمه ییز چارواکي، ولادمیر روګوف ادعا وکړه چې یاده ودانۍ د اوکراین ددافع هوا توغندي لخوا چې د روسیې د توغندي د منځه وړلو لپاره توغول شوی و، په نښه شوې دی.

نوموړي دا ادعا پداسې حال کې کړې چې د روسیې له خوا هره ورځ د اوکراين د استوګنې پر سیمو راکټي بریدونه دوام لري. له بل اړخه، روسي چارواکو په وروستیو کې د اوکراین د استوګنې پر سیمو د خونړیو بریدونو پړه ددغه هېواد د دافع هوا پر سیسټم اچوي، ځکه ددوی په وینا دغه سیسټمونه د استوګنې په سیمو کې ځای پرځای شويدي.

د 'قاتل' په نوم د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو دوام

پداسې حال کې چې په اوکراین کې جګړه دوام لري، سیمه ییزو چارواکو وویل چې د شپې ناوخته د روسیې له خوا د 'قاتل' په نوم د بې پیلوټه الوتکې برید په پایله کې، د پلازمېنې اوکراین په سویل د رژیشچیف په ښار کې یو ښوونځی او دوې لیلیې زیانمنې شویدي.

په رژیشچیف کې د پولیسو د سیمه ییز مشر اندري نبیتوف په وینا، د یوه ۴۰ کلن سړي مړی د یوې لیلیې له پنځم پوړ څخه را ایستل شوی دی. هغه وویل، همدا راز تر ۲۰ زیات کسان په روغتون کې بستر شوي او د یو څو نورو برخلېک لا معلوم نه دی.

په ورته وخت کې د اوکراین د دفاع وزارت وايي چې د دغه هېواد دافع هوا سیسټم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې له خوا د 'قاتل' ۲۱ بې پیلوټه الوتکو څخه ۱۶ یې رانسکور کړي دي.

د اوکراین د استوګنې پر سیمو د روسيې له خوا د راکتي او بې پیلوټه الوتکو بریدونو په دوام او د چین ولسمشر لخوا په اوکراین کې د جګړې د پایته رسېدو په موخه د خبرو اترو وړاندیز د ولسمشر زیلینسکي توند غبرګون را پارولی دی.

ولسمشر زیلینسکي په انګلیسي ژبې په یوه ټویټ کې ولیکل:" د ۲۰ څخه زیات د ایراني وژونکي بې پیلوټه الوتکو برید او د روسي توغندیو د بریدونو دوام، دا یوازې په یوه شپه کې د روسیې د وحشت او ترهګرۍ بیلګې دي. هرکله چې له ماسکو څخه د سولې د کلیمې د اوریدو هڅه کیږي، په ورته وخت کې د دا راز وحشیانه بریدونو حُکم او دستور هم ور سره ورکول کیږي."

XS
SM
MD
LG