د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د اوکراین دپاره د چین د سولې د پلان هرکلی کړی خو واشنګټن یې د اندېښنې وړ ګڼي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د چین د ولسمشر شي جینپینګ کوربه دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د چین د ولسمشر شي جینپینګ کوربه دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سه شنبې مارچ ۲۱ (وري اوله) په مسکو کې د دوهمې ورځې دپاره د چین د ولسمشر شي جینپینګ سره خبرې کړي دي. پوتین په اوکراین کې د روسیې د جګړې د حل لپاره د بیجینګ د سولې د پلان هرکلی کړی دی.

مسکو ته د خپل سفر پر مهال د چین ولسمشر ویلی چې هیله یې د چین او روسیې د ستراتیژیکو اړیکو پیاوړي کول او په نړیواله کچه برابري رامنځ ته کول دي.

که څه هم روسیې ته د چین د ولسمشر د سفر موخه د روسانو سره د اوکراین د سولې پلان شریکول ښودل شوي خو ویل کیږي چې د دواړو هېوادونو مشران هڅه کوي د امریکا په وړاندې د بیجینګ او مسکو ملګرتیا ښکاره کړي.

واشنګټن په اوکراین کې د شي جینپینګ د اوربند پلان په کلکه رد کړی او ویلي یې دي، چې دغه پلان به روسیې ته له اوکراین څخه پر نیول شویو سیمو باندې د قبضې دوام ته لاره هواره کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي ویلي چې د چین ولسمشر هڅوي چې د اوکراین د ولسمشر سره رغنده خبرې وکړي ځکه چې پر اوکراین د برید راهیسې یې د ولادمیر زیلینسکي سره خبرې نه دي کړي.

کربي وویل: "زموږ باور دا دی چې چین د اوکراین دریځ ندی اورېدلی، دوی یوازې له روسانو سره خبرې کړي. موږ همدارنګه ولسمشر شي جینپینګ هڅوو چې د روسیې ولسمشر د روسیې د ګاونډیانو د ځمکنۍ بشپړتیا درناوي کولو ته وهڅوي. یقیناً نړۍ او د چین ګاونډیان دغه حالت ګوري."

ډېر خلک روسیې ته د چين د ولسمشر سفر د روسیې د ولسمشر څخه د ملاتړ یوه ننداره بولي. جان کربي وايي، پوتین تر اوسه د اوکراین له جګړې هغه پایلې نه دې ترلاسه کړي چې نوموړي یې هیله درلوده او وايي چې په دې برخه کې د چین د ولسمشر ملګرتیا ورته ډېره مهمه ده. هغه وايي، "په دې ملګرتیا کې رحم نشته" خو وبه ګوري چې تر دې غونډې وروسته پر کوم لور درومي.

کربي زیاته کړه: "بېا هم موږ ګورو چې له دې غونډې وروسته، دا ملګرتیا پر کوم لوري روانه ده. خو دا دواړه داسې هیوادونه دي، چې لسګونه کلونه د ګډ کار کولو تجربه او یو پر بل باور نلري. دوی په نړیواله کچه د امریکا د رهبرۍ پر رول نظر ساتل غواړي."

د چین ولسمشر په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې څو ورځې وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې په اوکراین کې د بشري جرمونو له امله د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم وکړ.

کتونکي وايي چې چین ددې پر ځای چې پوتین د دغه کار له امله وغندي، نوموړي ته یې ددې سفر له امله ډیپلوماټیکه تکیه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG