د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي اعلان کړی چې د پلازمېنې کییف په ډیمیر سیمه کې په یوې پنځه پوړیزې ودانۍ د روسیې د بې پېلوټه الوتکې د برید له کبله ۱۴ کسان تري تم دي.
زېلنسکي د یکشنبې په ورځ [نومبر ۲۲مه] وویل چې تر اوسه نهه کسان له نړېدلې ودانۍ بهر اېستل شوي او بل شوی اور کابو شوی دی.
د اوکراین هوايي ځواکونو اعلان وکړ چې روسیې د شنبې راهیسي ۱۸۶ بې پیلوټه الوتکې او درې بالستیک توغندي توغولي دي. اوکرايني پوځیان وايي چې څه ناڅه ۱۶۱ بې پیلوټه الوتکې يي ویشتلي او یا يي د برید مخه نیولې ده. له بلې خوا په ۱۸ بېلابېلو ځایونو کې د بریدونو راپورونه ورکړل شوي.
د خارکیف ولایت په لوزووا کې یوه ښځه ټپي شوې او د چرنیهیف په ولایت کې د لرګیو یوه فابریکه په اور کې سوځېدلې.
د روسیې د دفاع وزارت ادعا وکړه چې تېره شپه یې په اوکراین کې یو برېښناکوټ، د بندر تاسیسات او یوه بار وړونکی کښتۍ په نښه کړي دي. اوکراین دا ادعا نه ده تائید کړې خو اوکراینګو شرکت له دې وړاندې د یکشنبې ورځې په اوږدو د برېښنا د محدودېدو اعلان کړی و.
له بلې خوا، دوو اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د فنلنډ په خلیج کې د روسیې پر بار وړونکې کښتۍ 'سپارټا ۲' برید وکړ. دا کښتۍ چې د امریکا تر بندیزونو لاندې وه او د روسیې دفاع وزارت پورې اړوندې یوې کمپنۍ سره یي تړاو درلود، کلینینګراد ته پر لاره وه. د کښتۍ ټول ۱۶ تنه عمله ايستل شوې ده.
د فنلنډ د وسله والو ځواکونو ویاند اکي-موري هوهتینن وویل چې ددې برید تر شا د اوکراین لاس دی. د لنینګراد والي الکساندر دروزدینکو، په ټیلیګرام کې ولیکل چې تېره شپه په دغه سیمه کې ۸۰ بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي دي.
د فنلنډ لومړي وزیر پیټري اورپو وویل چې "جګړه زموږ ګاونډیو سیمو ته غځیږي". د اېستونیا لومړ وزیر کرېسټن مایکل ویلي چې د روسیې د یرغل پایلې تر بالتیک سمندره رسېدلې دي.
تازه نښتې تېره اونۍ د کرچ پر پله د اوکراین له دریو بریدونو وروسته زیاتې شوې او ورپسې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین ته د یو "ډېر دردونکي" ځواب ژمنه وکړه.
زېلنسکي زیاته کړه چې د تېرې اونۍ په اوږدو کې روسیې د اوکراین پر ۲۰ ولایتونو شاوخوا ۲۷۰۰ بې پیلوټه الوتکې، نږدې ۱۴۶۰ بمونه او ۱۶۵ توغندي ویشتلي دي.
فورم \ دبحث خونه