د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: په لیبیا کې له طوفان وروسته شاوخوا ۱۰زره کسان ورک دي


په داسې حال کې چې د لیبیا مقامات وايي د «دانیل» په طوفان کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه مړه شوي، خو سره صلیب خبرداری ورکړی دی چې ممکن د تلفاتو شمېر بیخي زیات وي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یو مقام تامیر رمضان او همدغه راز د لیبیا سرې میاشتې کمېټې په یو ویدیو کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: «زموږ ټیمونه په سیمې کې د حالت په ارزولو بوختې دي. خو هغه څه چې وینو او هغه خبرونه چې تر موږ را رسي، د مړه شویو کسانو شمېر بیخي زیات دی. شاید زرګونو ته ورسېږي.»

تامیر رمضان وویل: «اوس کومه مشخصه شمېره نلرو.» خو زیاته یې کړه چې خپلواکې سرچېنې وايي «د ورکو شویو کسانو شمېر ۱۰۰۰۰ ته رسېدلی» دی.

د لیبیا په ختیځ کې د واکمنې ادارې صدراعظم اسامه حماد د المصار تلویزون ته ویلي دي چې د درنا په ښار کې زرګونه کسان مړه شوي او ورک شوي دي. هېڅ یوې طبي سرچېنې او د بېړنیو چارو کومې ادارې دا شمېر تائید کړي نه دي.

رمضان هیله وښوده چې د سره صلیب او سرې میاشتې کمېټې د تلفاتو دقیق شمېر ومومي.

نوموړي زیاته کړه: «بشري ضرورتونه د لیبیا د هلال احمر او ان د حکومت له توان څخه پورته دي... په همدې اساس، د لیبیا په ختیځ کې حکومت د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.»

نوموړي وويل چې سره صلیب او سره میاشت هم لګیا دي چې د دغه بشري ناورین ته د رسیدګۍ لپاره یوه بېړنۍ غوښتنه برابره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG