د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې په لومړي ځل یو 'نر ښځی اعدام' شو


دایمبر د خپلې معشوقې د وژلو له کبله محکوم شوی و
دایمبر د خپلې معشوقې د وژلو له کبله محکوم شوی و

د امریکا په متحدو ایالتونو کې چارواکي وايي د میسوري په ایالت کې یې په مرګ محکوم یو نرښځی «دایمبر میکلالن» اعدام کړی دی.

چارواکي وايي میکلالن ته تېره ورځ جنوري درېیمه (مرغومې۱۳) وژونکې [زهرو] پیچکاري وشوه او ووژل شو.

هغه د خپلې معشوقې په وژلو او سیند ته یې د مړي په غورځولو تورن شوی و چې محکمې ورته په ۲۰۰۶ کې د مرګ سزا واوروله. هغه ځکه په امریکا کې لومړی اعدام شوی نر ښځی بلل کېږي چې خلکو ته یې د جنسیت په اړه معلومات و.

نوموړي په خپل جرم پېښیماني څرګنده کړې وه او د بخښنې غوښتنه یې کړې وه، خو غوښتنه یې ونه منل شوه.

د میسوري ایالت د اصلاحاتو ادارې ویلي دي چې ۴۹ کلن «دایمبر میکلالن» ته د «بون تیري» په سیمه کې په ځايي وخت د ماښام په ۶:۱۵ د مرګ سزا ورکړل شوه.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي چې دا مهال شاوخوا ۳۲۰۰ نرښځیان د امریکا په بېلابېلو زندانونو کې د بېلابېلو تورونو او جرمونو له کبله بندیان دي.

د امریکايي رسنیو په حواله په متحدو ایالتونو کې تېر ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۲۲ کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده. د امریکا په ځینو ایالتونو کې د اعدام سزا نشته او راپورونه وايي چې په امریکا کې د مرګ سزا د تطبیق کېدو له پیل راهېسې څه باندې ۱۵۵۰ کسان اعدام شوي دي.

XS
SM
MD
LG