د لاس رسي وړ اتصالات

ولي هوتک او برازیلی باربوسا نن سیالۍ کوي


د ازادو سیالیو افغان اتل احمد ولي هوتک نن ماښام پنجشنبه فبروري ۱۱ (سلواغه ۲۳) له خپل برازیلي سیال لیونارډو باربوسا سره کابل کې لوبه کوي.

احمد ولي هوتک له دې مخکې امریکا غږ ته ويلي وو چې پوره چمتوالی یې د لوبې لپاره نیولی دی.

دا لومړی ځل دی چې د ازادو سیالیو یا (MMA) یو بهرنی سیال په افغانستان کې یو افغان لوبغاړي سره سیالي کوي.

  • لیونارډو باربوسیا څوک دی؟

د برازیل اوسېدونکی لیونارډو باربوسا د شیرډاک نړیوال ویب سایټ کې د ازادو سیالیو ۲۴ ریکارډونه لري.

په ازادو سیالیو کې د بریدونو تر څنګ باربوسا ښه نیونې یا سب میشنونه هم کوي. هغه تر دې دمه ۱۳ لوبې یوازې د یو سب میشن نه په ګټې اخیستلو خپلې کړي دي.

باربوسا د MMA سربېره د جي جیت سو برخې کې تور کمربند لري او لوبې یې پکې ګتلي دي.

ولي هوتک وايي که څه هم د سیال ریکارډونه یې تر ده ډېر دي خو دی به کوښښ وکړي چې لوبه خپله کړي.

احمد ولي هوتک د ام ام اې برخې کې د (ACA او Fight Night) بنسټونو کې دوه لوبې کړي او دواړه یې ګټلي دي.

نننۍ لوبه د کابل پر وخت د ماښام اوه بجې پیلیږي. امریکا غږ د دغه لوبې په اړه خپلو ټولنیزو رسینو کې کره او وروستي جزیات خپروي.

XS
SM
MD
LG