د لاس رسي وړ اتصالات

پروان کې ولسي خلکو د طالبانو پر ضد 'وسله اخیستې'


پروان کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون
پروان کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون

په پروان ولایت کې د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره هم مهاله د دغه ولایت سلګونو اوسېدونکو د دغه ډلې پر وړاندې وسله اخیستې او له طالبانو سره د جګړې لپاره د دغه ولایت غوربند ولسوالۍ ته تللي دي.

د پروان والي ویاندې وحیدې شهکار نن یکشنبه جون ۲۰ (غبرګولې ۳۰) امریکا غږ ته وویل دغه کسان چې شمېر ۵۰۰ تنو ته رسیږي له سیمه ییزې ادارې سره په همغږۍ د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف د پروان په نا امنیه سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړې زیاته کړه چې دغه ولسي وسله وال د پروان والي، د پروان قومي مشرانو او په ځانګړي ډول د ولسي جرګې لخوا رامنځته شوي دي او مشري یې افغان امنیتي ځواکونه کوي.

له دې سره هم مهاله په ولسي جرګه کې د پروان ولایت استازي عبدالظاهر سالنګي ویلي چې د دغه ولسي پاڅونوالو په رسېدو سره په غوربند دره کې د مېشتو افغان ځواکونو مورال قوي شوی او په خبره یې طالبان به له ماتې سره مخ کړي.

هغه وویل چې که اړتیا پیدا شوه په دغه ولایت کې به د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په هدف نور ولسي پاڅونوال هم چمتو او د طالبانو د ځپلو لپاره به بېلابېلو سیمو ته ولېږل شي.

هغه ویډیو چې د پروان ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر لخوا خپره شوې لیدل کیږي چې دغه کسان په سپکو او درندو وسلو سمبال دي.

د پروان والي ویاندې وحیدې شهکار همدارنګه زیاته کړه چې په دې وروستی کې د پروان ولایت په شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي چې په خبره یې دغه فعالیتونه د افغان ځواکونو لخوا دفعه شوي دي.

نوموړې زیاته کړه چې ټاکل شوې په نژدې وختونو کې د غور بند درې څلورو ولسوالیو ته تازه دمه کمکي سرتیري هم ولېږل شي.

آغلې شهکار ټینګار وکړ چې نن به څه باندې ۱۰۰ ولسي پاڅونوال له وسلو او مهماتو سره د طالبانو پر ضد شینوارو ولسوالۍ ته ورسیږي.

پروان د کابل له ګاونډیو ولایتونو څخه دی، دغه ولایت نهه ولسوالۍ لري چې د کوه صافي، شینواري، سیاه ګرد او بګرام او جبل السراج ولسوالیو په ځینو سیمو کې طالبان حضور لري.

XS
SM
MD
LG