د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې افغان ځواکونه پر مخالفو وسله والو برلاسي دي


د کندز والي محمد عمر سافی د پوځي منصبدارنو سره
د کندز والي محمد عمر سافی د پوځي منصبدارنو سره

د افغانستان د کورنیو او دفاع وزارتونو ویاندویانو او د بهرنیو ځواکونو د پریکنده ملاتړ د ماموریت مشر په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو او د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په باب نن په کابل کې خبریالانو ته معلومات ورکړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، په کندز کې مخالف وسله وال د ملکي افغانانو څخه د سپر په توګه کار اخلي او افغان امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې په عملیاتو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله وانوړي.

ښاغلي صدیقي وویل چې د کندوز ولایت په جګړه کې د افغان مخالفو وسلوالو ترڅنګ په سلګونو بهرني جنګیالي هم د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې په روانه جګړه کې برخه لري.

ښاغلي صدیقي د ولسي جرګې پر یو شمیر وکیلانو او د ولایتي شوراګانو پر ځینو استازو کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د کندز د سقوط په باب د ځینو وکیلانو او د ولایتي شوراګانو استازو بې ځایه څرګندونې د مخالفینو تبلیغات ي دستګاوې پياوړې کوي او د افغان امنیتي ځواکونو پر مورال ناوړې اغیزې کوي.

خبري غونډې ته د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل، په کندز کې افغان امنیتي ځواکونو تیره شپه د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې تعرضي عملیات پیل کړي دي.

جنرال دولت وزیري وویل، د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا د دولت وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغانستان په دیارلسو سویلي، ختیځ او شمالي ولایتونو کې ۲۱ محاربوي عملیات دوام لري او په لسګونو ترهګر یې وژلي دي.

ښاغلي وزیري د کنذز د عملیاتو په باب وویل، چې اوسمهال په دغه ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه پر مخالفینو برلاسي دي.

هغه وویل "په کندز کې هغه تشویش چې له خلکو سره موجود دی، په هغې سطح باندې تشویش له موږ سره موجود نه دی، په کندز عملیات روان دي، زه تاسې ته اطمینان درکوم چې نه قندز سقوط کوي، نه کومه ولسوالي سقوط او نه کوم کلی سقوط کوي".

ښاغلي وزیري زیاته کړه، چې د کندز په عملیاتو کې افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو د پریکنده ملاتړ د ماموریت هوايي ملاتړ ته اړتیا نه لري او په کافي شمیر افغان امنیتي ځواکونه په دغه ولایت کې ځای پر ځای شوي دي، چې د افغان هوايي ځواکونو بشپړ ملاتړ ورسره دی.

ښاغلي وزیري وویل که چیرې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ ته اړتیا ولیدل شي هغوی چمتو دي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د بهرنیو ځواکونو د پریکنده ملاتړ د ماموریت مشر جنرال ویلسن شارپنر خبریالانو ته وویل، اوسمهال افغان امنیتي ځواکونه د هر ډول عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري او ډاډ یې څرګند کړ کې چې د اړتیا په وخت کې به هغوی د افغان امنیتي ځواکونو مرستې ته ودانګي.

دغه راز هند ته د افغان ولسمشر د سفر او د هند له‌خوا پوځي مرستو ته په اشارې ښاغلي وزیري وویل چې په دې وروستیو کې هند د افغانستان ملي دفاع وزارت ته د چیتا په نوم درې چورلکې ورکړې دي او زیات شمیر افغان امنیتي ځواکونه همدا اوس په هغه هیواد کې پوځي روزنې ترلاسه کوي.

ښاغلي وزیري په غزني او زابل ولایتونو کې د بدر په نوم عملیاتو کې د ۷۷ وسله‌والو مخالفینو د وژلو یادونه وکړه او و يې ویل چې په دغو عملیاتو کې ۶۲ نور مخالفین ټپيان او ۳ یې ژوندي نیول شوي دي.

په همدې توګه د ملي دفاع وزارت ویاند په بدخشان کې د شاهین ۲۲ په نوم عملیاتو ته په اشارې وویل، چې په بدخشان کې یې د ملي اردو د سرتیرو د وژنې غچ له مخالفینو څخه بیرته اخیستی او هغه مخالفین یې وژلي چې په دغه ولایت کې یې د ملي اردو پر پوستو برید کړی وو او د ملي اردو سرتیرو ته یې تلفات اړولي وو.

دغه راز، ښاغلي وزیري په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې هم د عملیاتو یادونه وکړه او ویې ویل چې په ټولیزه توګه په ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۵۸ وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG