د لاس رسي وړ اتصالات

کورنیو چارو وزارت: د اختر ورځو کې ۱۱ ملکیان او ١٩ پولیس وژل شوي


په کابل کې د کوچني اختر درې ورځې پرته د کومې امنیتي پیښې د رامنځ ته کیدو ترسره شوې
په کابل کې د کوچني اختر درې ورځې پرته د کومې امنیتي پیښې د رامنځ ته کیدو ترسره شوې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کوچني اختر د دریو ورځو په ترڅ کې ۱۱ ملکي وگړي او ١٩ پولیس د طالبانو د بریدونو په نتیجه کې وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو چارواکي همداشان وايي، د کوچني اختر په تیرو دریو ورځو کې د نورو ورځو پرتله د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې تلفات ډیر کم وو او په دغو ورځو کې ټول ۱۹ امنیتي منسوبین وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند زبیر عارف د جمعې په ورځ ( غبرګولي ۱۷ مه) امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د کوچني اختر په تیرو دریو ورځو کې د نورو ورځو پرتله په افغانستان کې د ښکیلو غاړو ترمنځ تر ډیره جګړې کمې وې، چې له امله یې د افغان پوځ د دوو سرتیرو د ټپي کیدو پرته پوځ ته نور تلفات نه دي رسیدلي.

زبیر عارف وویل، چې که څه هم په تیرو دریو ورځو کې افغان پوځ په بیلابیلو ولایتونو کې خپل پلان شوي عملیات ترسره کړي، خو د غزني او بادغیس ولایتونو پرته په نورو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو له خوا پر افغان پوځ بریدونه نه دي شوي.

د دفاع وزارت ویاند وايي، افغان ځواکونه د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ښارونو کې د تیارسئ په حالت کې وو، چې له امله یې وسله والو مخالفانو د دې سره سره، چې جګړې ته چمتووالی نیولی وو، خو ونشو کړی، چې په ښارونو کې تروریستي بریدونه ترسره کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د اختر په تیرو دریو ورځو کې د وسله والو مخالفانو په لوګر، هلمند، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۹ امنیتي منسوبین او ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي، نهه امنیتي منسوبین او اوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ښاغلي رحیمي ویلي، دا تلفات د مخامخ نښتو او ریموټ کنټرول بمونو د بریدونو په پایله کې پیښ شوي دي.

د کورنیو چارو دوزارت ویاند نصرت رحیمي د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې په دغو تیرو دریو ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو په کابل او یو شمیر ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو ۷۰ بریدونه هم شنډ کړي دي.

د دغو شنډ شوو بریدونو نږدې ۳۵ یې په کابل کې شنډ شوي دي.

د ښاغلي رحیمي د وینا له مخې د وسله والو مخالفانو په تحرکاتو کې د موټر پر مټ چاودنې او د مقناطیسي بمونو چاودنې هم شاملې وې.

وسله والو طالبانو ویلي، چې د اختر په ورځو شپو کې یې خلکو ته د اسانتیاو لپاره پر افغان ځواکونو خپل پوخي عملیات کم کړي وو.

د کوچني اختر د پیل وړاندې افغان حکومت وسله والو طالبانو ته په روژه او اختر ورځو کې د اوربند وړاندیز کړی وو.

خو وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو سره اوربند ته غاړه کینښوده او د افغان حکومت وړاندیز یې ونه منه.

XS
SM
MD
LG