د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: د پاکستانۍ کیلې او کینو پر ځای د وطن مڼې اخلو


د افغانستان دفاع وزارت وايي، تر ډیره بریده به له کورني کرنیزو محصولاتو څخه کار واخلي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، تر ډیره بریده به له کورني کرنیزو محصولاتو څخه کار واخلي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ځواکونو د خوړو په مینو کې به د بهرنیو په ځانګړې توګه د پاکستاني محصولاتو پر ځای له وطني میوو او وریجو څخه استفاده وکړي.

د دفاع وزارت تامیناتي مرستیال ډګر جنرال غلام سخي نن د بزګر د ملي ورځې د لمانځلو په مراسمو کې وویل، دغه وزارت د خپلېاعاشې لپاره هرکال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ لګوي، چې د ملي تدارکاتو د کمیسیون د پریکړې له مخې به د خپل اړتیا وړ مواد له کورنیو محصولاتو څخه ترلاسه کړي.

جنرال غلام سخي زیاته کړه، چې تیر کال هم د دفاع وزارت تر ډیره بریده له کورنیو کرنیزو محصولاتو څخه ګټه اخیستې ده.

هغه وویل "سره له دې چې د تورخم لاره پرانیستل شوه، خو موږ ژمنه کړې او یو میکانیزم مو له جناب وزیر صاحب سره یوځای رامنځ ته کړی دی، چې نور به ملي اردو له کیلې او کینو څخه استفاده نه کوي... موږ اوس له وطني مڼو څخه استفاده کوو، په جیګه بیعه مو اخیستې ده، موږ په دې ویاړو."

د دفاع وزارت تامیناتي مرستیال زیاته کړه، چې د ژمي موسم په ګډون به پوره شپږ میاشتې د ملي اردو په خوړو کې وطني مڼه شامله وي.

ښاغلي غلام سخي دغه راز وویل، چې په روان لمریز کال کې به د دفاع وزارت د خپل دوه کلن اعاشوي تړون له مخې ۶۰ فیصده وطني وریجې راوپیري.

جنرال غلام سخي وویل، که څه هم یو کیلو وطنۍ وریجې ۲۴ افغانۍ قیمته تمامیږي، خو بیا هم د دفاع وزارت د ۲۰۹ شاهین قول اردو د اړتیا وړ وریجې د بغلان او کندز له محصولاتو څخه ترلاسه کوي.

د دفاع وزارت مرستیال له افغان بزګرانو څخه وغوښتل چې په روان کال کې د شولو کرلو ته زیاته پاملرنه وکړي.

هغه دغه راز وویل، چې له دې وروسته به د ملي اردو ځواکونو ته په اونۍ کې درې ورځې د کورنیو چرګانو غوښه ورکوي او زیاته یې کړه "موږ به د میښې غوښه چې له پاکستان څخه واردیږي نلرو، په هفته کې درې وارې به موږ د چرګ له غوښې او پاتې څلور ورځې به د پسه او وطنۍ غوا له غوښې څخه استفاده کؤ."

جنرال غلام سخي له بزګرانو او له خصوصي سکتور څخه وغوښتل، چې خپل کرنیز محصولات او د چرګ او هګیو په تولیداتو کې زیاتوالی راولي.

د افغانستان د خصوصي سکتور استازي وايي، تیر لمریز کال کې یې د چرګانو د فارمونو د جوړولو په برخه کې ۲۵۰ میلیون ډالر پانګونه کړې ده.

په دغو مراسمو کې د خصوصي سکتور په استازیتوب عزیز حُسام وویل، چې افغان پانګوالو په مجموعي توګه د چرګانو د فارمونو د جوړولو په برخه کې ۷۵۰ میلیلون ډالره پانګونه کړې، چې دامهال د چرګانو لس زره او اته سوه فارمونه په دغه هیواد کې فعالیت کوي.

عزیز حُسام وویل "زه د دفاع وزارت مرستیال ته ډاډ ورکوم، چې د ټول افغانستان امنیتي سکتور ته موږ حاضر یو چې د چرګانو غوښه او هګۍ ورکړو، یوه میاشت لاره بنده وه، خو موږ چې کوم قراداد کړی ؤ، خپل مال مو په وخت رسولی دی."

د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ولسمشر محمد اشرف غني د خپل حکومت په لومړي کال کې د یو فرمان په صادرولو سره له ټولو دولتي ادارو څخه وغوښتل، چې د خپل اړتیا وړ موادو په پیریدلو کې کورني تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د بزګر د ملي ورځې په مراسمو کې وویل، چې د ۱۳۹۵ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د دغه هیواد دفاع وزارت د خپلې اعاشې د برابرو لپاره، له یو شمیر کورنیو شرکتونو سره تړون لاسلیک کړی دی.

د ښاغلي ضمير پر وینا د دفاع وزارت په یو کال کې څه باندې دوه نیم میلیون کیلو ګرام غوښه، د ورځې ۵۲ ټُنه وطنۍ مڼې له کورنیو محصولاتو څخه راپیري او همداشان دغه وزارت د افغانستان د وریجو له دوو فابریکو سره، چې هر کال نږدې یو نیم زر ټُنه وطنۍ وريجې تولیدوي د وریجو د پیریدلو تړون لاسلیک کړی دی.

هغه وویل "هڅه کوو چې د حکومت له خوا د دغو کرنیزو محصولاتو د پیریدلو شمیر او ډولونه زیات شي، دا به د هیواد پر اقتصاد ځانګړې اغیزه وکړي او زموږ بزګران او پانګوال به وهڅول شي، چې د تولید په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي."

ښاغلي ضمیر زیاته کړه، په ۱۳۹۵ کال کې د کرنې وزارت پر دې سربیره افغان بزګرانو او سوداګرو ته په جرمني، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، هند او د یو شمیر نورو هیوادونو په نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړه، ترڅو خپلو کرنیزو محصولاتو ته بازارموندنه وکړي.

XS
SM
MD
LG